د آستانې غونډه،دسورئې دشخړې دحل لپاره دسیمه ایزعمل نوښت
دقزاقستان پلازمینه آستانه له پرون راهسې تر نن شپې پورې یعنی تر دوو ورځوپورې د دایران داسلامی جمهوریت ،روسیې اوترکیې په څارنې سره د سوریاوالو ترمینځ دخبرواترو دغونډې کوربه ده.
دآستانې غونډه هغه لومړنۍ غونډه ده چې دسیمه ایز عمل په نوښت سره او داروپایانو له شتون او دامریکا له نیغ په نیغه روله پرته ترسره کیږي . دغه غونډه دسیمه ایزو معادلاتو په مدیّریت کې دسیمې دهیوادونو دفعال او نیغ په نیغه رول ښودنه کوي . .
په دې مینځومیان کې په آستانې ښار کې له خبرواترو دملګروملتو دامنیت شورا ملاتړ د دغه هیواد دبحران په حل کونکي لارې کې یو داسې مهم ګام حسابیږي چې د روسیې او ایران په مشرۍ سره او دترکیې په ملګرتیا سره په ایجنډا کې شامل شوی دی .ویل شوي دي د سورئې دآزاد پوځ په نامه د وسلوالې ډلې په چورلیتب سره څوارلس وسله والې ډلې دآستانې په غونډې کې شتون لري چې په دغې غونډې کط د دومره وسله والو ډلو شتون کابو له شپږو کلونو وروسته دسورئې دبحران دحل لپاره یوفرصت برابر کړی دی .
دترهه ګرو اووسله والو ډلو له سپيرو منګولو دحلب دسټراټژيک ښار د آزادولو پشمول په سورئې کې دمقاومت دچورلیز میداني بریالیتوب ، هم په میداني ډګر کې او هم په سیاسی ډګر کې د دغه هیواد معادلات بدل کړي دي .د دسمبر په دیرشمه نیټه په سورئې کې د اوور بند د ټينګیدا لپاره موافقه ، دایران ،روسیې اوترکیې په دوامدارو سلامشورو او وروپسې د آستانې دغونډې دترسره کیدا لپاره په موافقې سره ، د سورئې دوسله والو ډلو اودهغوي دملاتړو په مقابل کې یوازینۍ لاره ده .
په سورئې کې دمقاومت دچورلیز بریالیتوب او د دغه هیواد په سټراټژيکو سیمو کې د وسله والو ډلو او ترهه ګرو سره ډلبندیانو عملا هغوي په کمزوري موقعیَت کې راوستي دي او دآستانې په غونډې کې دهغوي شتون دهغو یو اړخیزو غوښتنو باندې له ټينګار پرته دهراړخیزې غوښتنې منل دي چې په جینوا کې ئې په مخکینیو غونډو کې له ماتې پرته بله نتیجه نه ده درلودلي.
د قزاقستان دآستانې غونډه چې په سورئې کې د اعلان شوي اوور بند دتثبیتیدو او په راتلونکي کې د د دغه هیواد دحکومت او مخالفو ډلو ترمینځ دتل پاتې سولې لپاره دجدي خبرواترو دزمینې دبرابرولو په موخې سره ترتیب شوې ده ، دسورئې دبحران دسیاسی حل یواساس دی .
د سورئې د واقعّیت درک کول ، د دغه هیواد دملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا ته احترام په سترګه کتل ،دبشار اسد دسیاسی راتلونکي پشمول دخپل برخلیک دټاکلو او په دغه هیواد کې دترهه ګرۍ دبشپړ نابودلو لپاره دسورئې د خلکو غوښتنې ته احترام کول دي .
د سورئې دولسشمر بشار اسد په وینا، په آستانې کې اویا په بل هرځاي کې دخبرواترو میز نه ،بلکې پخپل هیواد کې د رایو صندقونه دهغه سیاسی راتلونکی مشخص کوي .ځکه د سورئې داساسی قانون په اساس ، خلک په انتخاباتو کې په ګډون سره خپل ولسمشر پخپله ټاکي .
د دغه پلان په چوکاټ کې داجرائي لارو چارو په باب خبرې اترې ، د سورئې دبحران دحل لرلید هیله منونکي کوي،اوس د نړیوالو سترګې د آستانې غونډې ته اوړیدلی دي .څو وویني دسورئې د کابو شپږکلن بحران انجام څه کیږي .
دقزاقستان د پلازمینې آستانې غونډې په بریالیتوب کې چې ټاکل شوې ده ، په جینوا کې دسوریا والو ترمینځ دراتلونکو سیاسی خبرواترو اساس شي، یو نه انکاریدونکی ضرورت دی څو دبان کي مون دسرمنشیتوب په دوران کې د دغه نړیوال اورګان کمزوری کړچار دنوي سرمنشي آنتونیو ګوترش په پړاؤ کې جبران شي .