دسورئې دحلب آزادۍ ترهه ګرو ته سخت تاوانونه اړولي دي
فارس خبری آژانس بیګا راپور ورکړی د الجزایر خارجه وزیر رمطان العمامره په یولړ څرګندونو کې چې څارونکو دسورئې دولسمشر بشار اسد څخه غوڅ ملاتړ بللی دی ، ویلی دي دسورئې دحلب آزادي په سورئې کې دترهه ګرو دماتې په معنا ده .
هغه دغه راز دحلب ښآر آزادول او دخپل حاکمیّت دبیرته اخستو لپاره دبشار اسد په مشرۍ دسورئې د نظام بریالیتوب وستایه .
دالجزایر خارجه وزیر همداراز زیاته کړې ، په حلب کې د ترهه ګرو په ماتې سره ، دوي ګمان کاوه چې په الجزایر کې خپل خیالي عملیات ترسره کړي .
څارونکي په دې اند دي ، دا لومړنی ځل دی ،چې الجزایر په ډاګه دبشار اسد ترڅنګ په دریدو سره بیان ورکوي په داسې حال کې چې له دې مخکې ئې بې پلوه سیاست غوره کړی ؤ
له دې مخکې هم د الجزایر ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه هم بشار اسد ته په یوه لیک کې له سورئې دفرانسوي ځواک د وتلو دکلیزې په مناسبت هغه ته مبارکي وئيلې وه .