دسورئې په درعا کې داعشی ترهه ګرو ستره ماته وخوړله .
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i41188-دسورئې_په_درعا_کې_داعشی_ترهه_ګرو_ستره_ماته_وخوړله_.
العالم ټيلیويژني چینل راپورورکړ د سورېئ په جنوب کې په درعا کې په حی المنشیه چورلیز کې د دغه هیواد دپوځ په پستو دترهه ګرو ډلو دیرغلونو په شپږمه ورځ هم ترهه ګرو ته درندې مرګ ژوبلې اوښتي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2017 15:15 Asia/Kabul
  •   دسورئې په درعا کې داعشی ترهه ګرو ستره ماته وخوړله .

العالم ټيلیويژني چینل راپورورکړ د سورېئ په جنوب کې په درعا کې په حی المنشیه چورلیز کې د دغه هیواد دپوځ په پستو دترهه ګرو ډلو دیرغلونو په شپږمه ورځ هم ترهه ګرو ته درندې مرګ ژوبلې اوښتي دي

 راپورښئ په دغو عملیاتو کې  د النصره جبهې  او احرار الشام پشمول  ترهه ګرو ډلو ته  پر مرګ ژوبلو سربیره  دهغوي زیات شمیر  ګآډي  او تجهیزات  هم تباه شوي دي 

  راپورښئ چې په دغو عملیاتو کې کابو یوسل لس ترهه ګر هلاک شوي چې په هغوی کې   دابومنذر  الاردني  او ابومحمد الغزوي  پشمول  دترهه ګرو دیارلس مهم کمانډران  هم شامل دي . داهم ویل شوي چې څه دپاسه درې سوه نور ترهه ګر هم ټپیان  شوي دي  دغه عملیات  هماغه راز دوام لري او  نن په  دغو عملیاتو کې د  ترهه ګرو دوه ټانکونه  تباه شوي اودهغوي ټوله سوارلئ او دغه راز  څو له چاودیدونکو توکو ډک ګاډي هم   په اوور کې سوزیدل شوي دي .    له سورئې بو بل خبر دا چې ،  دملګروملتو داحصایو په اساس   د سورئې  دناورین له امله  تر دې دمه دسورئې  کابو یو میلیون ماشومان له  زده کړو محرومه شوي دي  چې دا یوه ستره غمیزه شمیرل کیږي .