روسیه د سورئې دسیاسی حل بشپړ هرکلی کوي
زمونږخبریال راپور راکړ د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف نن په ماسکو کې په یولړ څرګندونو کې دسویس په جینوا کې دفرورۍ په ۲۳ خبرواترو :ې د سورئې دبحران دحل لپاره دفعال ګډون په ضرورت په ټينګار سره وویل ، دسورئې دبحران سیاسی حل ته په رسیدو کې ځنډ دهیچا په ګټه نه دی .
دروسیې خارجه وزیر همدراراز دقزاقستان په پلازمینې آستانه کې دلومړیو اودوهم ځل غونډو او دغه راز په جینوا کې دسوریاوالو ترمینځ دخبرواترو د دوو نوو پړاؤنو لپاهر دلارې هواریدو ته په اشارې سره زیاته کړې ، دسورئې دبحران سیاسی حل ته په رسیدو کې لازیات ځنډ به دخبرواترو دیوه لوري په ګټه هم نه وي .
دروسیې دخارجه وزیر په وینا ، دامریکا ا ولوديځي حکومتونه باید په سیمې کې خپل تاؤتریخجن سیاستونه بدل کړي .