دسعودي عربسان دجاسوسۍ ادارې مشر اسرائيلو ته په سفر تللی .
زمونږخبریال دفلسطین دسما خبری آژانس له قوله راپورراکړ داسرائيلو له جاسوسي ادارو سره اړونده ټیک ډپکا ویب سایټ راپورور کړی دسعودي عربستان داطلاعاتي ادارې مشر خالد بن علی الحمیدان پرونه بل پرون تل ابیت او رام ا... ته په سفر تللی دی .
راپورښئ دغه خبری سایټ راپورورکړی داسې ښکاري پر تل ابیب سربیره رام ا... ته دخالد بن علی الحمیدان دسفر موخه له ایران سره داړیکو دپراخولو لپاره دفلسطین کورواکه تشکیلاتو ته دسعودي رژیم دخبرداري رسول دي .
دغه صهونیسټي خبری سایټ لیکلي ديو دصهونیست رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو دفرورۍ په پنځلسمه نیټه په واشنګټن کې دامریکا له ولسمشر سره لیده کاته کړي او دواړو لورو دبیلابیلو موضوعګانو د سپړلو لپاره داسرائیلي امریکائي او عربی غونډې دترسره کولو په باب سره موافقه کړې ده .
له دې مخکې هم دصهونیست رژیم لومړی وزیر دامریکادسی بی ایس نیوز چ
ینل سره په خبرو کې دعربستان اواسرائيلو په ملاتړ سره په مینځني ختیځ کې دایران په ضد دیوه ائيتلاف په جوړولو اعتراف کړی ؤ . په سیمې کې د صهونیسټ ضد مقاومت په خلاف دسیاسیتونو په تعقیبونې کې داسرائيلو او سعودي عربستان ترمینځ زیاتیدونکي غږملتیاؤ ، د مقاومت دکمزوري کولو او دغه راز په سیمې کې له ترهه ګرو په ملاتړ کې دهغوي دملګرتیاؤ، د آل سعود رژيم او صهونیسټ رژیم ماهیّت چې دترهه ګرۍ زیږنځاي دي ،لارابرسیره کړی دی.