سوریه به دحمص وروستۍ چاودنې بې ځوابه پرې نه ږدي
زمونږ خبریال راپورراکړ د جینوا په خبرواترو کې د سورئې دحکومتي مرکچي ټيم مشر او په ملګروملتو کې د د غه هیواد سفیر بشار الجعفري په یولړ څرګندونو کې ویلی دي ، هغه ترهه ګرې حملې چې په همداوروستیو کې ئې حمص په نښه کړی، دجینوا دخبرواترو بهیر ته یو ښکاره پیغام حسابیږي او مونږ به اجازت ورنکړو دغه حملې بې ځوابه پاتې شي .
هغه زیاته کړې ، په داسې شرائطو کې چې دسولې خبرې اترې دملګرو ملتو ترنظر لاندې په جینو اکې ترسره کیږي ،دسورئې حکومت دغه حمله دترهه ګرویو ښکاره پیغام ګڼي
دملګروملتو ځانګړي استازي سټیفن ډی مستورا هم خبرداری ورکړی ، په سورئې کې ځيني عناصر هڅه کوي دسوریا والو ترمینځ دسولې خبرې اترې له لارې منحرفې کړي . هغه په جینوا کې د سوریاوالو لورو ترمینځ په خبرواترو کې دسورئې دحکومتي پلاوي سره له کتنې مخکې خبریالانو ته وویل ، هرځل چې خبرې اترې کیږي ، یو لوري پیدا کیږي چې د ورانکارۍ هڅه کوي ، هغه وویل هیله ده ، هغه حمله چې په حمص کې شوې ، دسولې پر خبرواترو چې روانې دي ،هیڅ اغیزې ونه شیندي .
دسورئې په حمص کې پر دوو امنیتي مرکزونو د النصره تکفیری جبهې شپږو ځان مرګو جنایتکارو په حملې کې د سورئې دپوځ داطلاعاتو دمشر حسن دعبول پشمول لږترلږه ۳۲ امنیتي ماموران وژل شوي او کابو ۲۵نور ټپیان شوي دي .