په سورئې کې ترهه ګرتر وروستۍ کرښې رسیدلي دي .
زمونږخبریال راپورراکړ په نړیوالو چارو کې دایران داسلامی شورا دمشر ځانګړي سلاکار حسین امیر عبداللهیان بیګا په یولړ څرګندونو کې دسورئې د لویدیځ په حمص ولایت کې دتدمر یاپالمیرا تاریخي ښار آزادونې وښودله چې په دغه هیواد کې ترهه ګر نور وروستۍ کرښې ته رسیدلي دي .
هغه دغه راز وویل تر هغه وخته چې ترهه ګر په جینوا کې دسیاسی خبرواترو له میزه لیرې نشي ، په دغه هیواد کې به حقیقي سیاسی حل لاره محققه نشي.
امیر عبداللهیان همداراز په دې خبرې په ټينګار سره چې ایران به بې شکه له سورئې خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړي ، روښآنه کړې، سوریه د قدس شریف له آزدولو دبهیر دملاتړ په کرښې کې کلک ولاړ هیواد دی .
دسورئې پوځ پرون په رسمي اعلامی کې د داعشي تکفیریانو له سپیرو منګولو د تدمر لرغوني اوتاریخي ښار آزادول اعلان کړل .