دامریکا له ملګرتیاپرته هم له داعش سره مبارزې ته دوام ورکوو
ایرناخبری اژانس راپورورکړ له داعش ترهه ګرې ډلې سره دمبارزې لپاره له روسیې سره دملګرتیا نه کولو په باب د امریکا داعلان په ځواب کې دکرملین ویندوي دیمیتری پسکوف ویلی دي ، ماسکو له امریکا پرته له دغې ترهه ګرې ډلې سره مبارزې ته دوام ورکوي .
ځينو روسي اوامریکائي رسنیو پرون له داعش ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې له روسیې سره دملګرتیا د ځنډولولپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوروستۍ فیصلې خبر ورکړی .
د دغه راپور په اساس ، ټرمپ په واشنګټن کې د روسیې له سفیر سره په پټو خبرواترو د ځينو امریکائي چارواکو په تورنیدا پسې د دغه شان فیصلې کولو ته اړ شوی دی .
روسیې د ۲۰۱۵کال دستمبر له دیرشمې نیټې راهسې دسورئې دحکومت په رسمي بلنې د دغه هیواد په لاذقیه ولایت حمیمیم پوځي مرکز کې دیره له خپل فضائي یونټ څخه په استفادې سره په دغه هیواد کې د داعش او النصره جبهې پشمول دترهه ګرو ډلوپه ضد علمیات پیل کړي دي .