دمصر او سعودي عربستان داړیکو ترینګلتیا اوج ته رسیدلې .
دمصر رسنیو نن راپور ورکړی دسعودی عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر سره د فارس خلیج دملګرتیا شورا دځينوعربو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره یو ځاي چې ټاکل شوې وه نن په قاهرې کې د دغې شورا دخارجه وزیرانو په غونډې کې ګډون وکړي قاهرې ته نه ځي .
دعربی اتحادئې په دارالانشاء کې کې یوې خبرې سرچینې ویلی دي ، په زیات احتمال سره به په دغې غونډې کې دسعودي عربستان په نمایندګۍ په قاهرې کې د دغه هیواد سفیر احجمد القطان ګډون وکړي .
دمصر مدي خبری سایټ هم د دغې سرچینې له قوله ویلی دي ، دغه وضعیّت له مصر سره دفارس خلیج دملګرتیا شورا د غړو د اړیکو د ترینګلي کیدا او له مصر سره دخپلوسیاسی او اقتصادي اړیکو دکمیدو لپاره پر دغو هیوادونو دعربستان ددباؤنو له امله دی .
د دغه راپور په اساس د دوواړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا دسعودي عربستان او مصر له ټينګار سره سره د دواړولورو ترمینځ دترینګلتیاؤ نښې نښانې رابرسیره شوي دي .
دسورئې او یمن دجنګونو اوځينو سیمه ایزو مسئلو په باب د قاهرې او ریاض د چارواکو دنظرونو اختلاف او همداراز مصر ته دتیلی مرستو په وړاندې کولو کې د سعودي امریکائي شرکت آرامکو دډډه کونې او د دوواړیکو اړیکو دسوئې دکیمدا لامل شوی دی .