دمصر او سعودي عربستان داړیکو ترینګلتیا اوج ته رسیدلې .
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i42434-دمصر_او_سعودي_عربستان_داړیکو_ترینګلتیا_اوج_ته_رسیدلې_.
دمصر رسنیو نن راپور ورکړی دسعودی عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر سره د فارس خلیج دملګرتیا شورا دځينوعربو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره یو ځاي چې ټاکل شوې وه نن په قاهرې کې د دغې شورا دخارجه وزیرانو په غونډې کې ګډون وکړي قاهرې ته نه ځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2017 12:29 Asia/Kabul
  • دمصر او سعودي عربستان   داړیکو ترینګلتیا اوج ته رسیدلې .

دمصر رسنیو نن راپور ورکړی دسعودی عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر سره د فارس خلیج دملګرتیا شورا دځينوعربو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره یو ځاي چې ټاکل شوې وه نن په قاهرې کې د دغې شورا دخارجه وزیرانو په غونډې کې ګډون وکړي قاهرې ته نه ځي .

  دعربی اتحادئې   په دارالانشاء کې   کې یوې خبرې سرچینې   ویلی دي ،  په زیات احتمال سره به  په دغې غونډې کې دسعودي عربستان په نمایندګۍ  په قاهرې کې د دغه هیواد سفیر  احجمد القطان  ګډون وکړي .

 دمصر مدي  خبری سایټ   هم د دغې  سرچینې له قوله ویلی دي ،  دغه وضعیّت   له مصر سره دفارس خلیج  دملګرتیا شورا د غړو د اړیکو د ترینګلي کیدا او     له مصر سره دخپلوسیاسی  او  اقتصادي  اړیکو دکمیدو لپاره پر دغو هیوادونو دعربستان  ددباؤنو له امله  دی .

  د دغه راپور په اساس    د دوواړخیزو  اړیکو پر  پیاوړتیا  دسعودي عربستان او مصر  له  ټينګار سره سره  د دواړولورو ترمینځ  دترینګلتیاؤ  نښې نښانې رابرسیره شوي دي .

  دسورئې او یمن دجنګونو  اوځينو سیمه ایزو مسئلو  په باب د قاهرې او ریاض د چارواکو دنظرونو اختلاف او همداراز   مصر ته دتیلی مرستو  په وړاندې کولو کې  د سعودي امریکائي شرکت آرامکو  دډډه کونې  او د دوواړیکو  اړیکو دسوئې  دکیمدا  لامل شوی دی .