ترکیې ته به د هالینډي ډيپلوماټانو ورتګ منع کړي .
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i42746-ترکیې_ته_به_د_هالینډي_ډيپلوماټانو_ورتګ_منع_کړي_.
دهالینډ چارواکو نن دهالینډ خاورې ته دترکیې دخارجه وزیر د وړونکي الوتکې د ورتلو اجازت ورنکړ او اعلان ئې وکړ چې د دې موضوع لپاره ئې لازم مجوز نه دی صادر کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2017 15:08 Asia/Kabul
  •   ترکیې ته  به د هالینډي ډيپلوماټانو ورتګ منع کړي .

دهالینډ چارواکو نن دهالینډ خاورې ته دترکیې دخارجه وزیر د وړونکي الوتکې د ورتلو اجازت ورنکړ او اعلان ئې وکړ چې د دې موضوع لپاره ئې لازم مجوز نه دی صادر کړی .

العالم ټيلیویژني چینل راپورورکړ  هالینډ ته د ترکیې دخارجه وزیر  چاووش اوغلو دالوتکې  له ورتلو سره دهالینډ  په مخالفت پسې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم  د دغې موضوع په  غبرګون کې  ګواښ کړی ، ترکیه به   هم   دهالینډ   اقدام ته مناسب ځواب ورکړي .

 دهالینډ  چارواکو نن    دهالینډ  خاورې ته  دترکیې دخارجه وزیر  د وړونکي الوتکې   د ورتلو اجازت ورنکړ او    اعلان ئې وکړ  چې  د دې موضوع لپاره ئې لازم  مجوز   نه دی صادر کړی . .

دترکیې خارجه وزیر  هم  هالینډ ته د هغه دالوتکې  دورتلو   دمخنیوي په غبرګون کې ویلی دي  انقره  به  هم   دهالینډ  په ضد متقابلا  سخت  اودرنده  اقتصادي او  سیاسی  اقدامات  وکړي .  

 دجرمني ، آسټریا  اوسویس   حکومتي چارواکو هم اعلان کړی چې  دترکیې چارواکو ته  دتبلیغي  غونډو اوویناؤ اجازت  نه ورکوي .

 ټاکل شوې ده دترکیې  داساسی قانون  د اصلاحاتو په باب ټول پوښتنه  چې د دغه هیواد  دولسمشر قدرت زیاتوي ،  د  اپریل  په  ۱۶ په درستې ترکیې کې ترسره شي .