ترکیې ته به د هالینډي ډيپلوماټانو ورتګ منع کړي .
دهالینډ چارواکو نن دهالینډ خاورې ته دترکیې دخارجه وزیر د وړونکي الوتکې د ورتلو اجازت ورنکړ او اعلان ئې وکړ چې د دې موضوع لپاره ئې لازم مجوز نه دی صادر کړی .
العالم ټيلیویژني چینل راپورورکړ هالینډ ته د ترکیې دخارجه وزیر چاووش اوغلو دالوتکې له ورتلو سره دهالینډ په مخالفت پسې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د دغې موضوع په غبرګون کې ګواښ کړی ، ترکیه به هم دهالینډ اقدام ته مناسب ځواب ورکړي .
دهالینډ چارواکو نن دهالینډ خاورې ته دترکیې دخارجه وزیر د وړونکي الوتکې د ورتلو اجازت ورنکړ او اعلان ئې وکړ چې د دې موضوع لپاره ئې لازم مجوز نه دی صادر کړی . .
دترکیې خارجه وزیر هم هالینډ ته د هغه دالوتکې دورتلو دمخنیوي په غبرګون کې ویلی دي انقره به هم دهالینډ په ضد متقابلا سخت اودرنده اقتصادي او سیاسی اقدامات وکړي .
دجرمني ، آسټریا اوسویس حکومتي چارواکو هم اعلان کړی چې دترکیې چارواکو ته دتبلیغي غونډو اوویناؤ اجازت نه ورکوي .
ټاکل شوې ده دترکیې داساسی قانون د اصلاحاتو په باب ټول پوښتنه چې د دغه هیواد دولسمشر قدرت زیاتوي ، د اپریل په ۱۶ په درستې ترکیې کې ترسره شي .