روسیه د سورئې دشخړې دحل لپاره دخبرواترو هراړخیز ملاتړ کوي .
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i42758-روسیه_د_سورئې_دشخړې_دحل_لپاره_دخبرواترو_هراړخیز_ملاتړ_کوي_.
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دروسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زخارووا نن په یولړ څرګندونو کې وویل ، په آستانې کې دسوریا والو ترمینځ دسولې په خبرواترو کې چې د ماسکو ،تهران اوانقرې په نوښت سره ترسره کیږي ، دلازیاتو بریالیتوبنو هیله شته او روسیه د دغه وضعیَت ملاتړ کوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2017 17:03 Asia/Kabul
  • روسیه د سورئې دشخړې دحل لپاره دخبرواترو  هراړخیز ملاتړ کوي .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ دروسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زخارووا نن په یولړ څرګندونو کې وویل ، په آستانې کې دسوریا والو ترمینځ دسولې په خبرواترو کې چې د ماسکو ،تهران اوانقرې په نوښت سره ترسره کیږي ، دلازیاتو بریالیتوبنو هیله شته او روسیه د دغه وضعیَت ملاتړ کوي

هغې  زیاته کړې ، روسیه  هماغه راز  دسورئې دبحران دسیاسی  حل لپاره  هلوځلو ته دوام ورکوي .

  دروسیې دخارجه وزارت د ویندوئې په وینا ،  ماسکو هماغه شان    په سورئې  کې  دفعالو  نړیوالو ترهه ګرو او   د هغوي له داخلي  ملګرو سره  دپریکنده  مبارزې لپاره  لازیات امکاناتو په برابرولو کې  کډون کوي .  هغې ویلی ،  دآستانې دخبرواترو دبهیر  دبریاؤ  جمع بندۍ  غوره نتیجې  درلودلي دي .

ټاکل شوې ده  دقزاقستان په  آستانې ښار کې  د سوریا والو ترمینځ  دخبرواترو څلور پړاؤ  د مارچ په څوارلسمه او پنځلسمه نیټه    ترسره شي .  چې په دغو خبرواترو کې  به هم د سورئې دحکومت او مخالفانو استازي  ګډون وکړي او   دماسکو،تهران او  انقرې   داستازو په څارنې سره به ترسره شي .