روسیه د سورئې دشخړې دحل لپاره دخبرواترو هراړخیز ملاتړ کوي .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دروسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زخارووا نن په یولړ څرګندونو کې وویل ، په آستانې کې دسوریا والو ترمینځ دسولې په خبرواترو کې چې د ماسکو ،تهران اوانقرې په نوښت سره ترسره کیږي ، دلازیاتو بریالیتوبنو هیله شته او روسیه د دغه وضعیَت ملاتړ کوي
هغې زیاته کړې ، روسیه هماغه راز دسورئې دبحران دسیاسی حل لپاره هلوځلو ته دوام ورکوي .
دروسیې دخارجه وزارت د ویندوئې په وینا ، ماسکو هماغه شان په سورئې کې دفعالو نړیوالو ترهه ګرو او د هغوي له داخلي ملګرو سره دپریکنده مبارزې لپاره لازیات امکاناتو په برابرولو کې کډون کوي . هغې ویلی ، دآستانې دخبرواترو دبهیر دبریاؤ جمع بندۍ غوره نتیجې درلودلي دي .
ټاکل شوې ده دقزاقستان په آستانې ښار کې د سوریا والو ترمینځ دخبرواترو څلور پړاؤ د مارچ په څوارلسمه او پنځلسمه نیټه ترسره شي . چې په دغو خبرواترو کې به هم د سورئې دحکومت او مخالفانو استازي ګډون وکړي او دماسکو،تهران او انقرې داستازو په څارنې سره به ترسره شي .