دسعودی باچا دانګلستان لومړۍ وزیرې ته د افتخار میډال ورکړ
فارس خبری آژانس راپورورکړ دسعودی عربستان پاچا ملک سلمان پرون دانګلستان لومړۍ وزیرې تسرامی ته په کتنې کې چې په یمن په تیریو کې دسعودی رژیم یوه اصلی ملاتړې ده ، دعربستان دافتخار میډال ډالۍ کړ. تسرامی له هغه سفر وروسته چې اردن ته ئې درلودو دسه شنبې په ورځې دیوه لوړروتبه پلاوی په مشرۍ سعودی عربستان ته تللې
انګریز لومړۍ وزیرې همداراز په ریاض کې دعربستان له ولی عهد محمد بن نایف سره هم لیده کاته وکړل او د دواړو هیوادونو دګډو ملګرتیاؤ اوپوځی موافقو په باب ئې ورسره خبرې کړی دی .
انګلستان سعودی عربستان ته د هغو وسلو یو خورا ستر صادرونکی هیواد دی چې سعودی عربستان ئې دیمن دمظلوم ولس په ضد په یرغلونو کې ترې استفاده کوی . او انګلستان دیمن په ضد په تیریو کې دبشری حقوقو په چخڼی کیدا په سترګو پټولو سره دسعودی عربستان بشپړ ملاتړ د دې لپاره کوی چې عربستان دانګلستان د وسلو یو خورا ستر اخستونکی هیواد دی .