امریکایان خیال کوی د نړۍ قاضی او پولیس دی ،خوتیروځی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i44618-امریکایان_خیال_کوی_د_نړۍ_قاضی_او_پولیس_دی_خوتیروځی
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې د: اقتصادی مقاومت او کلیواله پراختیا :نومې سیمنار کې پخپلې وینا کې په سورئې کې دکیمیائی وسلو دکاریدا دموضوع دسپړلو لپاره دبې پلوه هیوادونو په شتون سره د یوې حقیقت موندونکی نړیوالې کمیتې دجوړیدا غوښتنه کړې او په ډاګه ئې دسورئې په یوه هوائی ډګر دامریکا دحملې په محکومولو سره ویلی دی ، امریکایان فکر کوی چې د نړۍ قاضی اوپولیس دی چې یوه ستره تیروتنه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2017 07:39 Asia/Kabul
  • امریکایان خیال کوی د نړۍ قاضی او پولیس دی ،خوتیروځی

زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې د: اقتصادی مقاومت او کلیواله پراختیا :نومې سیمنار کې پخپلې وینا کې په سورئې کې دکیمیائی وسلو دکاریدا دموضوع دسپړلو لپاره دبې پلوه هیوادونو په شتون سره د یوې حقیقت موندونکی نړیوالې کمیتې دجوړیدا غوښتنه کړې او په ډاګه ئې دسورئې په یوه هوائی ډګر دامریکا دحملې په محکومولو سره ویلی دی ، امریکایان فکر کوی چې د نړۍ قاضی اوپولیس دی چې یوه ستره تیروتنه کوی .

دامریکا تیریګر پوځ  پرون  سهار دسورئې په ادلب ولایت باندې   دسه شبنې په شپه  د شکمنې کیمیائی حملې په پلمه   دسورئې په حمص ولایت کې  په :الشعیرات  هوائی ډګر :   په مدیترانې سمندر کې   له خپلو دوو جنګی بیړیو   ۵۹ توغندی  ویشتی  چې له امله ئې  دڅلورو ماشومانو پشمول     نهه عام کسان وژل شوی او  اوه نور ټپیان شوی دی .

 داسلامی  ایران ولسمشر  همداراز ددې خبرې په کولو سره چې  دسورئې حکومت  دملګروملتو  داعلان په اساس  کیمیائی وسلې نه لری وویل ،  دغه نړیواله حقیقت موندونکی کمیټه  باید  دامریکایانو له شتون او مشرۍ پرته  جوړه او  په  هغې وسپړل شی چې  په سورئې کې کارول شوی کیمیائی وسلې  له کوم ځایه ورغلی  او چا وړی دی.

 ډاکټر حسن روحانی  ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې  په یوه خپلواکه هیواد د امریکا  تیری  په کومې پلمې  سره شوی دی ،  ټینګار وکړ ، د سورئې  ټول ترهه ګر ،  دامریکا دتیریګرې ، بې شرمه او  ظالمانه حملې څخه  چې  د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف دی ،  خوشال شوی دی  .

 هغه  همداراز  له ترهه ګرو سره    دمبارزې په باب  دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  څرګندونو ته په اشارې سره  روښآنه کړې ،  که امریکایان  پخپلو خبرو کې صادق وی ،  نو ولې  ئې په لومړنی  اقدام کې له ترهه ګرو سره  مرسته وکړه او دسورئې دپوځ په  خلاف  ئې ډګر ته ودنګل ؟.