په سورئې دامریکا توغندوی حمله دنړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزی ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i44644-په_سورئې_دامریکا_توغندوی_حمله_دنړیوالو_قوانینو_ښکاره_خلاف_ورزی_ده
المیادین ټیلیویژنی چینل راپورورکړ په ملګروملتو کې د روسیې داستازی مرستیال ولادیمیر سافرونکوف په سورئې دامریکا دتوغندوی حملې په باب د امنیت شورا په بیړنۍ غونډې کې ویلی دی ، ا مریکا دنړیوالو قوانینو په ښکاره خلاف ورزۍ سره دسورئې حاکمیّت لرونکی خپلواکه هیواد حمله کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2017 10:00 Asia/Kabul
  • په سورئې  دامریکا توغندوی حمله   دنړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزی ده

المیادین ټیلیویژنی چینل راپورورکړ په ملګروملتو کې د روسیې داستازی مرستیال ولادیمیر سافرونکوف په سورئې دامریکا دتوغندوی حملې په باب د امنیت شورا په بیړنۍ غونډې کې ویلی دی ، ا مریکا دنړیوالو قوانینو په ښکاره خلاف ورزۍ سره دسورئې حاکمیّت لرونکی خپلواکه هیواد حمله کړې ده .

 سافرونکوف   ددغې  توغندوی حملې په محکومولو سره  ټینګار  کړی ،  دغه شان اقدام   سیمه ایزه اونړیواله بې ثباتی  نوره هم زیاتوی  او له ځان سره به ډیرې خطرناکې پائیلې ولری .

 په ملګروملتو کې  دروسیې داستازی مرستیال  زیاته کړې  په سورئې  دامریکا توغندوی حمله   یوازې دترهه ګرو ډلو د پیاوړتیا لامل کیږی ځکه  چې  دغه حمله   د سورئې په وسله  وال اوهوائی ځواک شوې ده . 

 ولادیمیر سافرونکوف   پر امریکا غږ کړی ،  زر ترزړه دې خپل  غلیمانه چلند پای ته ورسوی ا و   په سورئې کې دې دشخړې دحل لپاره  له ډیپلوماټیکو هلو ځلو سره یو ځای شی .

همداراز  دسی این این ټیلیوژنی چینل  دنړیوالو چارو یوه شناندی  ډیویډ راډ هم  په یولړ څرګندونو کې  ویلی دی ، په سورئې  دامریکا پوځی حملې  په سورئې کې په پوځی انډول کې  هیڅ بدلون نه دی راوستی او دسورئې دحکومت د بهرنیو ملاتړو  مهمې ژمنې   په دغه هیواد کې دپوځی انډول دبدلیدو  خنډ کیږی، او دبشار اسد دحکومت دڅنګةکیدا ته  د امریکا هیلې  چټی دی ځکه ،  د دغه هیواد له حکومته بهرنیو ملاتړونو  دبشار  اسد دریځونه  پیاوړی کړی  دی .

له  دې سره په یو وخت   دامریکا دویرجینا ایالت یوه سناتور ریچرډ بلک   پخپلې ټولنیزې پاڼې کې   دامریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې د سورئې  ولسمشر بشار اسدیو منطقی   کس وباله او ووې ویل  دغه خبره له عقله لیرې ښکاری  چې  هغه  کیمیائی حمله کړی  وی او  د نړیوالو  توجه  له  منفی پلوه ځان ته  جلب کړی .هغه په عین حال کې وئیلی ،  د سورئې پوځ     د دغه هیواد په داخلی جنګ کې په روښانه توګه بریالی دی .