په یمن کې دعربستان پر جنایتونو دنړیوالوټولنو چپتیا داندیښنې وړ ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i45136-په_یمن_کې_دعربستان_پر_جنایتونو_دنړیوالوټولنو_چپتیا_داندیښنې_وړ_ده
الیوم السابع خبری سایټ راپورورکړی ، دنړۍ د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ،دلوږې په ضد دغږپورته کونکی ټولنې او دآزادیو اوحقوقو ددفاع نړیوال ائیتلاف په یمن دتیریګرو دجنایتونو په وړاندې دنړیوالو ټولنو اوموسسو دچپتیا دختمولو غوښتنه کړې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2017 02:10 Asia/Kabul
  • په یمن کې دعربستان پر جنایتونو دنړیوالوټولنو چپتیا  داندیښنې وړ ده

الیوم السابع خبری سایټ راپورورکړی ، دنړۍ د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ،دلوږې په ضد دغږپورته کونکی ټولنې او دآزادیو اوحقوقو ددفاع نړیوال ائیتلاف په یمن دتیریګرو دجنایتونو په وړاندې دنړیوالو ټولنو اوموسسو دچپتیا دختمولو غوښتنه کړې

 دبې پولې ډاکټرانو دټولنې  یوه مسئول لوران سوری  په خبری کنفرانس کې ویلی دی ،  دیمن جنګ  دریم کال ته  داخل شوی دی او نړیوالو ټولنو هماغه شان  پر  هغه څه چې په دغه هیواد کې تیریګی   چپتیا غوره کړې ده . هغه وویل  مونږ  دیمن  دشخړې له  هماغه پیل راهسې څو ځله  غونډې جوړې کړی  او  پر هغه څه  ګډون والو  چې په یمن کې تیریږی  اندیښنې اوخواشینۍ ښودلی دی. ځینی هیوادونه  هم ددې لپاره چې  دیمن  دغمیزو په وړاندې ئې چپتیا  غوره کړې  ترباؤنو لاندې دی .

  د نړۍ دډاکټرانو د  ټولنې  یوه  مسئول  جولیّن  دوسار هم ویلی دی  دیمن خبرونه    دسورئې اوعراق   له خبرونو سره په پرتله کې  دنړۍ په رسنیو کې ډیر کم منعکس کیږی  اودیمن دغمیزو پوښښ ډیر پیکه دی ، چې داپخپله  یوه ستره غمیزه ده اوهڅه کیږی څو دځینو په دباؤنو سره دیمن  له غمیزو  نړیوال  خبرنشی او جنایتکار اوورانکار  دمظلومو خلکو وینه هماغه راز  وبهوی .