دیمن دپوځ توغندیو دسعودی عربستان دوسلو یو شمیر سلاکوټونه لُولپَه کړل
زمونږخبریال دالمیادین خبری چینل له قوله راپورراکړ دیمن پوځ او ولسی مبارز ځواک دسعودی عربستان په جیزان ولایت کې په طوال سیمې کې د آل سعود رژیم دپوځیانو پر مرکزونو توغندی وویشتل چې له امله ئې دهغوی دوسلو یو شمیر سلاکوټونه په بشپړ ډول وسوزیدل
دیمن المسیره ټیلیویژنی چینل هم راپورورکړی د یمن دپوځ او ولسی مبارز ځواک دتوپونو په حملې کې چې دیمن مارب ولایت په صرواح سیمې ئې کړې ، د سعودی عربستان دتالی څټو یوشمیر مورچې تباه شوی او دهغوی یو شمیر تالی څټی هم هلاک او ټپیان شوی دی .
په عین حال کې دیمن ولسی کمیټیو او پوځ توغندوی یونټ دغه راز بیګا دعربستان په جنوب لودیځ کې په میدی دښتې کې دسعودیانو پر مورچو هم زلزال یو نومې بالیسټیک توغندی وویشت چې له امله ئې په لسګونو پوځیان هلاک او تجیهزات هم تباه شوی دی .