نامعلومو وسله والو دوه سعودي پوځیان ووژل
دوه سعودي پوځیان د عربستان په ختیځ ولایت الشرقیه کښې د نامعلومو وسله والو په حمله کښې وژل شوي دي.
د عبدا... الدلبجي او هاشم الزهراني په نومونو دوه سعودي پوځیان د عربستان د ختیځ الشرقیه ولایت په القطیف سیمه کښې په یو ځانګړي پوځي مرکز کښې د پنځو مخ پټو وسله والو له حملې سره مخ شول او ووژل شول.
د عربستان ختیځې سیمې په تیره بیا د دغه هیواد قطیف سیمه له ۲۰۱۱ کال څخه د مال او پانګې په ناعادلانه ویش او بې عدالتۍ باندې په اعتراض کښې د اصلاحاتو د غوښتنې لپاره د آل سعود کورنۍ خلاف د ولسي اعتراضونو ډګر پاتې شوی دی.
د سعودي رژیم امنیتي ځواکونه کله نا کله په الشرقیه ولایت کښې پر مختلفو سیمو بریدونه کوي او د خلکو په کورونو باندې په حملو سره هغوي نیسي.
د عربستان د الشرقیه ولایت شیعه اوسیدونکي د تیلو د سترو زیرمو له لرلو سره سره د سوکالتیا له نظره په ډیره ټیټه کچه کښې ژوند تیروي او تل د څښلو له پاکو اوبو بې برخې دي.