د قطر امیر سعودی عربستان ته سفر وکړ
د قطر امیر او د سعودی عربستان باچا پرون د عربستان په جدې ښار کښې دوه اړخیزه اړیکې په تیره بیا تر ټولو مهم سیمه ایز بدلونونه وجاجول.
له جدې څخه د آناتولی خبری سایټ د راپور په اساس، شیخ تمیم بن حمد آل ثانی او سلمان بن عبدالعزیز په دغه کتنه کښې دوه اړخیزه اړیکې او د یمن او سوریې پشمول ترټولو مهم سیمه ایز بدلونونه وڅیړل.
د عربستان باچا او د قطر د امیر دغه کتنه د ولیعهد محمد بن نایف او د هغه د مرستیال محمد بن سلمان او یو شمیر نورو لوړ رتبه چارواکو په شتون سره ترسره شوه.
د قطر امیر پرون په یوه نه اعلان شوی سفر جدې ته ورسید.
د عربستان باچا د تیر دسمبر په لومړیو کښې د فارس خلیج حوزې عربو هیوادونو ته سفر کړئ ؤ. هغه په دغه سفر کښې همداراز اماراتو، بحرین او کویت هم تللئ ؤ.
دغه نه اعلان شوئ سفر د تیر دسمبر په پینځمه، قطر ته د ملک سلمان له سفر پینځه میاشتې وروسته ترسره شو.