د قطر امیر سعودی عربستان ته سفر وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i46476-د_قطر_امیر_سعودی_عربستان_ته_سفر_وکړ
د قطر امیر او د سعودی عربستان باچا پرون د عربستان په جدې ښار کښې دوه اړخیزه اړیکې په تیره بیا تر ټولو مهم سیمه ایز بدلونونه وجاجول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2017 23:59 Asia/Kabul
  • د قطر امیر سعودی عربستان ته سفر وکړ

د قطر امیر او د سعودی عربستان باچا پرون د عربستان په جدې ښار کښې دوه اړخیزه اړیکې په تیره بیا تر ټولو مهم سیمه ایز بدلونونه وجاجول.

له جدې څخه د آناتولی خبری سایټ د راپور په اساس، شیخ تمیم بن حمد آل ثانی او سلمان بن عبدالعزیز په دغه کتنه کښې دوه اړخیزه اړیکې او د یمن او سوریې پشمول ترټولو مهم سیمه ایز بدلونونه وڅیړل.

د عربستان باچا او د قطر د امیر دغه کتنه د ولیعهد محمد بن نایف او د هغه د مرستیال محمد بن سلمان او یو شمیر نورو لوړ رتبه چارواکو په شتون سره ترسره شوه.

د قطر امیر پرون  په یوه نه اعلان شوی سفر جدې ته ورسید.

د عربستان باچا د تیر دسمبر په لومړیو کښې د فارس خلیج حوزې عربو هیوادونو ته سفر کړئ ؤ. هغه په دغه سفر کښې همداراز اماراتو، بحرین او کویت هم تللئ ؤ.

دغه نه اعلان شوئ سفر د تیر دسمبر په پینځمه، قطر ته د ملک سلمان  له سفر پینځه میاشتې وروسته  ترسره شو.