ترکیې بیاهم په عراق هوايي بریدونه وکړل
May 04, 2017 03:24 Asia/Kabul
د ترکیې د پوځ جنګي الوتکو د عراق د شمال ځینې سیمې بمباري کړې.
د ایرنا د خبر له مخې د ترکیې د پوځ جنګي الوتکو پرون د عراق د شمال د دهوک ولایت ځینې سیمې بمباري کړې چې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه یې لا جوت معلومات نه دي ترلاسه شوي.
البته ځینې خبري سرچینې په دغو بریدونو کښې د یوشمیر عراقي وګړو د زخمي کیدو خبر ورکوي.
د ترکیې پوځ بیا ادعا کوي چې د دغه هیواد جنګي الوتکو د عراق په شمال کښې د ترکیې د کردستان د کارګرانو د ګوند (پي، کی، کی) سنګرونه په نښه کړي دي.
ټیګونه