یمنی ځواکونو د سعودیانو پر مورچلونو حملې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i46728-یمنی_ځواکونو_د_سعودیانو_پر_مورچلونو_حملې_وکړې
د یمن پوځی او ولسی ځواکونو د عربستان د حملو په ځواب کښې یو ځل بیا د عربستان په جنوب کښې د هغوئ مورچلونه په نښه کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2017 13:27 Asia/Kabul
  • یمنی ځواکونو د سعودیانو پر مورچلونو حملې وکړې

د یمن پوځی او ولسی ځواکونو د عربستان د حملو په ځواب کښې یو ځل بیا د عربستان په جنوب کښې د هغوئ مورچلونه په نښه کړل.

د یمن د المسیره ټیلیویژنی چینل د نننی راپور په اساس، د یمن ولسی ځواکونو او پوځی توپونو د عربستان د جنوب په دووه سیمو نجران او جیزان کښې د عربستان د پوځ  پر مورچلونو بمباری وکړه چې له امله یې درنه ځانی او مالی تاوانونه واوړیدل.

د دغه راپور په اساس، د یمن توپونو په نجران کښې د الخضراء لارې ته څیرمه پر ذورعین اډې برید وکړ چې دغه اډه په اور وسوځیده چې له امله یې ګڼ شمیر سعودی پوځیان ووژل او ټپیان شول.

د یمن پوځ همداراز د جیزان په المصفوفه سیمه کښې د سعودی ځواکونو د غونډیدا پر ځائ هم برید وکړ.

په عین حال کښې په یمن کښې ځینې اینټرنیټی سرچینې وایی چې د یمن د جنوب لویدیځ  د تعز ولایت په نابضه سیمه کښې پر سعودی تالی څټو د یمن د پوځ د توپونو په برید کښې څو سعودی تالی څټی وژل شوی او ټپیان شوی دی.