یمنی ځواکونو د سعودیانو پر مورچلونو حملې وکړې
د یمن پوځی او ولسی ځواکونو د عربستان د حملو په ځواب کښې یو ځل بیا د عربستان په جنوب کښې د هغوئ مورچلونه په نښه کړل.
د یمن د المسیره ټیلیویژنی چینل د نننی راپور په اساس، د یمن ولسی ځواکونو او پوځی توپونو د عربستان د جنوب په دووه سیمو نجران او جیزان کښې د عربستان د پوځ پر مورچلونو بمباری وکړه چې له امله یې درنه ځانی او مالی تاوانونه واوړیدل.
د دغه راپور په اساس، د یمن توپونو په نجران کښې د الخضراء لارې ته څیرمه پر ذورعین اډې برید وکړ چې دغه اډه په اور وسوځیده چې له امله یې ګڼ شمیر سعودی پوځیان ووژل او ټپیان شول.
د یمن پوځ همداراز د جیزان په المصفوفه سیمه کښې د سعودی ځواکونو د غونډیدا پر ځائ هم برید وکړ.
په عین حال کښې په یمن کښې ځینې اینټرنیټی سرچینې وایی چې د یمن د جنوب لویدیځ د تعز ولایت په نابضه سیمه کښې پر سعودی تالی څټو د یمن د پوځ د توپونو په برید کښې څو سعودی تالی څټی وژل شوی او ټپیان شوی دی.