د سوریې په ریف درعا کښې مخالفینو خپلې وسلې وسپارلې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i47472-د_سوریې_په_ریف_درعا_کښې_مخالفینو_خپلې_وسلې_وسپارلې
د سوریې د سویل، ریف درعا په محجه ښارګي کښې له روغې جوړې وروسته په زرهاو وسله والو کسانو خپلې وسلې حکومتي ځواکونو ته وسپارلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2017 11:41 Asia/Kabul
  • د سوریې په ریف درعا کښې مخالفینو خپلې وسلې وسپارلې

د سوریې د سویل، ریف درعا په محجه ښارګي کښې له روغې جوړې وروسته په زرهاو وسله والو کسانو خپلې وسلې حکومتي ځواکونو ته وسپارلې.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې له وسلو او وسله والو کسانو د محجه ښارګي په پاکیدو سره د درعا-دمشق لویه لاره په بشپړه توګه امنه او خوندي شوه. څه موده مخکښې په الصنمین او غباغب ښارګیو کښې هم روغې شوې وې.

دا روغه جوړه د محجه د مذاکراتو له کمیټې سره د سوریې د چارواکو له موافقې وروسته شوې ده.

د سولې د شوې موافقې له مخې، هرڅوک چې وغواړي د النجیح ښارګي په لور تللی شي او د په مقابل کښې یې باید د وسله والو کسانو لخوا هیڅ جنګي اقدام ترسره نه شي.