دعراق دموصل په لویدیځ کې کابو یوسل څلویښت داعشیان هلاک شول
سکائی نیوز خبری چینل راپورورکړ دعراق د مرکزی پولیسو قوماندان شاکر جودت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سرهویلی دی و دموصل په لودیځ ې په الهرمات سیمې کې دپولیسو په عملیاتو کې د داعش تکفیری ډلې دغه کسان هلاک شوی چې ځینو ئې په ځان پورې تړلی چاودیدونکی مواد هم درلودل او ښائی ځان مرګی وی .
دشاکرجودت په وینا، ترهه ګرو نیّت درلود په ځان پورې دتړلو چاودیدونکو توکو په چاودولو سره دعراقی ځواک دپرمختګ مخه ونیسی .
هغه زیاته کړې و په الهرمات سیمې کې دعراقی ځواک په عملیاتو کې څه د پاسه هغه ګاډی هم تباه شوی دی چې چاودیدونکی توکی پکې ځای پر ځای کړائ شوی وو او په دغې سیمې کې همداراز په سلګونو ماینونه اوبمونه هم شنډ کړئ شوی دی .
په عین حال کې د عراق دکورنیو چارو وزارت درسنئ چارو سلاکار وهاب الطائی هم وویل ، دموصل ښار کابو نوی فیصده برخه د داعشی تکفیریانو له سپیرو منګولو پاکه شوې ده .
داپه داسې حال کې دی چې ځینو لویدیځی رسنیو نن دعراق له موصله د داعش تکفیری ډلې د مشر ابوبکر بغدادی دتښتیدا خبر هم ورکړی او ویلی ئې دی چې بغدادی خپل نور ټول ملګری پریښودلی او یوازې له څو خاصو کسانو سره له موصله دسورېئ په لور تښتیدلی دی .