سعودی تالی څټو د یمن پر څو ولایتونو حملې وکړې
May 16, 2017 00:16 Asia/Kabul
سعودی تالی څټو پرون پر یمن د خپلو تیریو په دوام کښې د دغه هیواد پر صعده، تعز او حدیده ولایتونو حملې وکړې.
زمونږ خبریال د راپور په اساس، سعودی جنګی الوتکو د یمن په تعز ولایت کښې د یختل سیمې لویدیځه څنډه پینځه ځله بمباری کړه.
همداراز د یمن د الحدیده ولایت د الخوخه ښارګوټی موشج سیمه هم د سعودی تیریګرو جنګی الوتکو له هوایی برید سره مخامخه شوه.
یمنی ځواکونو هم د سعودی تالی څټو د تیریو په ځواب کښې په تعز ولایت کښې د المخاء سیمې په شمال کښې د هغوئ پوځیان او تجهیزات په نښه کړل.
ټیګونه