سعودی عربستان د یمن دویشل کیدو مسئول دی
المسیره ټیلویژنی چینل راپور ورکړی ، دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ سیاسی شورا نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، دیمن د دښمنانو موخه د دغه هیواد ویشل دی چې د یمن دتښتیدلی او فراری مشر عبدربه منصورهادی ترچترۍ لاندې داجرا په حال کې ده .
په دغې اعلامیې کې دملګروملتو امنیت شورا،متحده عربی امارات او په تیره بیا سعودی عربستان په یمن کې دبوږنونکی غمیزې درامینځةکیدا مسئول بللی دی .
په دغې اعلامیې کې همداراز ټینګار شوی دی،دملګروملتو پشمول د عبدربه منصورهادی ملاتړی ،دسیاسی خبرواترو د چټی کولو او دنړیوالې ټولنې دګمراه کولو او وخت تیرولو په لټه کې دی
دغې شورا د دغې اعلامیې په پای کې د دښمن په وړاندې د یمن دولس پر مقاومت او د تیریګر دښمن ددسیسو په ناکامیدو ټینګار کړی دی .