د عربستان خارجه وزیر ریاض ته د ټرمپ سفر تاریخی وباله
زمونږ خبریال راپور راکوی ټاکل شوی ده د امریکا ولسمشر ټرمپ نن عربستان او بیا اسراییلو ته سفر وکړی .
د امریکا ولسمشر به په ریاض کې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له غړیو او د عربی هیوادونو له ځینو مشرانو سره هم کتنه وکړی .
د عربستان خارجه وزیر د خبرو اترو یو مهم چورلیز ایران اعلان کړی او د ایران پرضد د امریکا د ولسمشر له دریځ په ستاینې سره یې ویلی دی چی فکر نه کوم د ټرمپ حکومت د تشو خبرو کونکې وی . الجبیر زیاته کړه له هغه وخته چی ټرمپ سپنې ماڼۍ ته لاړ ، عربستان په یمن کې له عملیاتو د امریکا د زیاتو ملاتړونو شاهد وو .
د عربستان خارجه وزیر له ال سعودو رژیم په ملاتړ کې د ټرمپ دولت نورو اقداماتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چی د امریکا دولت په عربستان د ګاییډډ توغندویو د خرڅولو لپاره مهم ګام غوره کړی دی .