د عربستان خارجه وزیر ریاض ته د ټرمپ سفر تاریخی وباله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i47840-د_عربستان_خارجه_وزیر_ریاض_ته_د_ټرمپ_سفر_تاریخی_وباله
زمونږ خبریال راپور راکوی ټاکل شوی ده د امریکا ولسمشر ټرمپ نن عربستان او بیا اسراییلو ته سفر وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2017 01:54 Asia/Kabul
  • د عربستان خارجه وزیر  ریاض ته د ټرمپ سفر تاریخی وباله

زمونږ خبریال راپور راکوی ټاکل شوی ده د امریکا ولسمشر ټرمپ نن عربستان او بیا اسراییلو ته سفر وکړی .

د امریکا ولسمشر به په ریاض کې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له غړیو او د عربی هیوادونو له ځینو مشرانو سره هم کتنه وکړی .

د عربستان خارجه وزیر د خبرو اترو یو مهم چورلیز ایران اعلان کړی او د ایران پرضد د امریکا د ولسمشر له دریځ په ستاینې سره یې ویلی دی چی فکر نه کوم د ټرمپ حکومت د تشو خبرو کونکې وی . الجبیر زیاته کړه  له هغه وخته چی ټرمپ سپنې ماڼۍ ته لاړ ، عربستان په یمن کې له عملیاتو د امریکا د زیاتو ملاتړونو شاهد وو .

د عربستان خارجه وزیر له ال سعودو رژیم په ملاتړ کې د ټرمپ دولت نورو اقداماتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چی د امریکا دولت په عربستان د ګاییډډ توغندویو د خرڅولو لپاره مهم ګام غوره کړی دی .