دواشنګټن او ریاض ترمینځ د380میلیارډډالروپه ارزښت دوسلوتړون لاسلیک شو
مهر خبری آژانس راپورورکړی له ځپونکو رژیمونو څخه دملاتړ لپاره دواشنګټن دسیاستونو په دوام کې سپینۍ ماڼۍ دامریکا اوسعودی عربستان ترمینځ د 380 میلیارډ ډالرو په ارزښت د ډول ډول وسلو دپیر پلور تړون دلاسلیک کیدا خبر ورکړی دی .
راپور ښئ سپینې ماڼۍ بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی د دغه تړون په اساس به دغه هیواد پرسعودی عربستان تر لسوکلونو پورې وسلې پلوری او که ضرورت شو نو له دې ورتیر نوره تړونونه به هم ورسره لاسلیک شی .
سپینې ماڼۍ اعلان کړی ، سعودیعربستان ته دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ په سفر کې به ځینی نوره موافقې هم وشی او دغه تړونونه هم د امنیتی اړیکو د اوڅاره پراختیا په موخې سره شوی دی .دسپینې ماڼۍ په اعلامیې کې دیمن پر مظلوم اوبې څوکه ولس دریاض درژیم پوځی حملو او هم په مینځنی ختیځ کې دترهه ګرۍ له پراختیا د دغه هیواد ملاتړونو ته له پام پرته ادعا شوې ده ، د دغو موافقو لاسلیک کیدا دسعودی عربستان او فارس خلیج سیمې دامنیت دپیاوړی کولو په خاطر ترسره کیږی .
وروستی راپورونه ددې ښودنه کوی چې د عربستان پاچا ملک سلمان د امریکا د ولسمشر په چاپلوسۍ کې تر دومره حده مخکې تللی چې د سعودی عربستان د عبدالعزیز بن آل سعود دغاړې هار ئې هم ډونالډ ټرمپ ته ډالۍ کړی دی او د سعودی عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر هم په یو لړ څرګندونو کې په ډاګه وئیلی دی چې امریکا هرڅه غواړی دوی به ئې ترسره کړی او دامریکا او سعودی عربستان اړیکې ساری نه لری .
داپه داسې حال کې دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې داسلامی نړۍ اواسلامی امت په خلاف د هغه افکار او وروستی شعارونه له هیچا پټ نه دی ، نن به په ریاض کې د کابو پنځوس اسلامی هیوادونو دمشرانو په شتون کې دامریکا،عربو او دتش په نامه اسلامی هیوادونو دمشرانو په ټول کې په امنیت لیکچر هم ورکړی .