دایران د منزوی کولو فکر ستره تیروتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i48234-دایران_د_منزوی_کولو_فکر_ستره_تیروتنه_ده
ایرناخبری اژانس راپوروروکړ داروپائی کمیشن پخوانی مشر رومانوپرودی بیګا دایټالیا له آنسا خبری آژانس سره په خبرو کې دایران په ضد له سعودی عربستانه په ملاتړ او د وسلو دسیالۍ په بیرته پیلولو کې دامریکا دولسمشر ډونالډ ترمپ په بهرنی سیاست اندیښنه وښودله او وې ویل داسلامی ایران منزوی کول ستره تیروتنه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2017 00:51 Asia/Kabul
  • دایران  د منزوی کولو فکر   ستره تیروتنه  ده

ایرناخبری اژانس راپوروروکړ داروپائی کمیشن پخوانی مشر رومانوپرودی بیګا دایټالیا له آنسا خبری آژانس سره په خبرو کې دایران په ضد له سعودی عربستانه په ملاتړ او د وسلو دسیالۍ په بیرته پیلولو کې دامریکا دولسمشر ډونالډ ترمپ په بهرنی سیاست اندیښنه وښودله او وې ویل داسلامی ایران منزوی کول ستره تیروتنه ده .

هغه  روښآنه کړې ،  د :ګډ دښمن په  نامې سره  دایران دمنزوی کولو فیصله  چې ټرمپ په سعودی عربستان کې   اعلان کړې  او  نیواکی فلسطین ته ئې  په سفر کې  هم دوام ورکړی  تیروتنه  ده .

 پرودی  همداراز  په ریاض کې  دوسلوالې سیالۍ   بیا پیلیدا اندیښمنونکی وبلله او  وې ویل ،  دا  کوم نوی پیغام نه دی،خو اوس   دامریکا اوعربستان ترمینځ  په  موافقې سره  د وسلو دغه سیالی بیرته پیل شوې ده .

  دکارپیژاندو په اند،  ډونالډ ټرمپ  د عربانو دلوټلو  او په تیره بیا په عربستان دامریکائیوسلو دخرڅولو په خاطر له مخکې  دماته خوړلې  حربې په توګه   له ایرانه  دویرولو دپروسې سختول ،    مینځنی ختیځ ته دخپل  سفر یولاسوند  ګرځولی دی .

دسپینې ماڼۍ  دیوه چارواکی په وینا ،   سعودی عربستان ته دډونالډ ټرمپ  دسفر موخه  ، داسلامی ایران منزوی کول دی  چې  په سیمې  کې   له ترهه ګرو سره  په مبارزې کې  مهم  رول لری .