دیمن په مارب ولایت کې په لسګونوامریکائی تیریګر عسکر هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i48244-دیمن_په_مارب_ولایت_کې_په_لسګونوامریکائی_تیریګر_عسکر_هلاک_شول
پریس ټی وی راپورورکړ دیمن په مرکز مارب ولایت کې دین له قبایلو سره په نښتې کې کابو دیرش امریکائی عسکر او په لسګونو نور سعودی تالی څټی چې پرون ئې دیمن په مارب ولایت کې په ختله کلی یرغل کړی ؤ دیمن دقبایلو په غلچکۍ حملې کې هلاک شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2017 02:11 Asia/Kabul
  •   دیمن په مارب  ولایت کې  په لسګونوامریکائی تیریګر عسکر هلاک شول

پریس ټی وی راپورورکړ دیمن په مرکز مارب ولایت کې دین له قبایلو سره په نښتې کې کابو دیرش امریکائی عسکر او په لسګونو نور سعودی تالی څټی چې پرون ئې دیمن په مارب ولایت کې په ختله کلی یرغل کړی ؤ دیمن دقبایلو په غلچکۍ حملې کې هلاک شوی دی .

 سعودی عربستان  د امریکا په بشپړ ملاتړ او دملګروملتو  دچپتیا په سیوری کې   د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې  په یمن پوځی یرغل کړی او دغه هیواد ئې  له هوائی ، سمندری اومځکنیو لارو په بشبړ ډول کلابند کړی  او دغه بې وزله عربی هیواد پر مظلوم ولس ئې  ورځې  تورتمې کړی دی او داسې  کومه ورځ نشته چې  د آلسعود رژیم  دجنایتکارو په لاس   دیمن مظلوم  خلک په لسګونوجنازې اوچتې نه کړی .

په دغوڅو کلنو تیریو کې  څه ډپاسه دولس زره یمن وال وژل شوی په لسګونوزره  ټپیان او دغه راز  په میلیونونو نور کډه په سر شوی دی  او د دغه هیواد بیخ بینائی تاسیسات تقریبا  په کنډوالو بدل شوی دی  او د دغو وحشی ډوله حملو اوکلابندیو له امله  په یمن کې  سخت انسانی ناورین رامینځة شوی او دخوراکی اودرملیزو موادو  کمښت    له امله  ډول ډول ناروغۍ خم خورې شوی دی .