ایران اوروسیې د شویو امنیتی موافقو پراجرا یوځل بیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i48246-ایران_اوروسیې_د_شویو_امنیتی_موافقو_پراجرا_یوځل_بیا_ټینګار_وکړ
ایرنا خبری آژانس راپورور کړ دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی او روسیې دملی امنیت د شورا منشی نیکلائ پاتروشف پرون مازدیګر په ماسکو کې سره کتنه کړې او د دواړو هیوادونو ترمینځ دشویو امنیتی موافقو پر اجرائې هم ټینګار کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2017 02:16 Asia/Kabul
  •   ایران اوروسیې  د شویو امنیتی موافقو  پراجرا یوځل بیا ټینګار وکړ

ایرنا خبری آژانس راپورور کړ دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی او روسیې دملی امنیت د شورا منشی نیکلائ پاتروشف پرون مازدیګر په ماسکو کې سره کتنه کړې او د دواړو هیوادونو ترمینځ دشویو امنیتی موافقو پر اجرائې هم ټینګار کړی دی .

  په دغې کتنې کې  چې   دماسکو په شمال زاویدووا ښآر کې   دسورئې  دمتحدانو دترهه ګرۍ ضد ائیتلاف دغړو  هیوادونو دملی امنیت دشورا دمنشیانو له غونډې  مخکې شوی ،   دواړو لورو  له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې په حوزې کې  د دواړو هیوادونو  د روانو ملګرتیاؤ دبهیر  په ارزونې سره   په سورئې ،عراق او په سیمې کې له امنیتی  بحرانونوسره  لاس اوګریوان  سیمو کې  له ترهه ګرۍ سره  دمقابلې دپروګرامونو  دلااغیزمنیدو  په خاطر دامنیتی ،پوځی  او سیاسی  اورګانونو په سویه  داطلاعاتو دمبادلې  او  ګډو مشورو  د دوام په ضرورت  هم ټینګار وکړ . 

شمخانی  په دغې کتنې کې  دسورئې په بحران کې  د نوو امینتی اوپوځی  شرائطو  او د ځینوهیوادونو  د  هغو غیر قانونی  پوځی لاسوهنې  دورانکارو اغیزو  په بیانولو سره چې   چې  دتکفیری ترهه ګرۍ دماته خوړلی جبهې دپیاوړی کولو او دموجوده شرائطو  دلاپیچلی کولو لامل شوی  دی ، وویل ،  دترهه ګرۍ ضد  واقعی ائیتلاف   دوامدار  سیاسی اوپوځی  بریالیتوبونه ،دترهه ګرو  د روحی اوعملیاتی  توان دساتلو لپاهر  دتکفیری ترهه ګرۍ  دملاتړو   دمنظمو هلوځلو دزیاتیدا  خورا اصلی دلیل دی .

علی  شمخانی  پرن   ماسکو ته تللی ،څو   په روسیې کې  دنړۍ دڅه دپاسه سلو هیوادونو   دپلاؤ په شتون سره  په امنیتی غونډې کې  په دغه ډګر کې په تیره  بیا له  ترهه ګرۍ سره   دمبارزې په ډګر کې دایران داسلامی جمهوریت  سټراټژۍ اودریځونه دنړیوالو غوږونو ته ورسوی .