بازه وار دې خطا نشی هیڅ له دې تندو بادونو
د تهران د پښتو راډیو د سیاسی شناندی له راپور سره سم د اسلامی ـ عربی هیوادونو هغه سرمشریزه چی د ترهه ګرۍ او افراطیت تر عنوان لاندې د می په ۲۱ نیټه د عربستان په پلازمینې ریاض کې ترسره شوه ، په حقیقت کې جوته شوه چی دا غونډه ایران پرضد وه نه د ترهه ګرۍ .
له یوې خوا د عربستان باچا ملک سلمان او له بل پلوه د هغه ارباب ډونالډ ټرمپ ایران د سیمې د بې ثباتۍ او ناامنی مسول او د ترهه ګرۍ ملاتړې وباله . ټرمپ له اسلامی او عربی هیوادونو مشرانو وغوښتل چی ایران باید منزوی شی . دا چی د ترهه ګرۍ او افراطیت تر عنوان لاندې غونډه په حقیقت کې ایران پر ضد غوڼده وه ، د تهران پښتو راډیو د ټیلی فون په لیکه په دې باره کې د پاکستان د جماعت اسلامی د یوه مشر او د عبد العزیز د جامع جومات د خطیب مولانا ډاکټر عطا الرحمان نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې د دغې غونډې د بې شرمانه بللو په ترڅ کې وویل شرم دې وی د اسلامی او عربی هیوادونو په هغو مشرانو چی په دغه غونډه کې یې ګډون کړې دې او د ټرمپ لخوا ورسره د غلامانو په شان چلند شوی دی . د پاکستان د اهل سنتو دغه عالم دین په عین حال کې د ریاض غونډه له دې نظره ښه وبلله چی له یوې خوا یې د اسلامی او عربی هیوادونو حقیقی څیره وښودله چی څومره د اسلام د دښمنانو لخوا د ذلت په منلو کې لچک ښی بلکې په بشپړه تسلیم دی ، له بل پلوه یې هم د ایران حقانیت وښوده . د مولانا عطا الرحمان په وینا د ریاض غونډه په ظاهر کې د تایران پرضد خو په باطن کې یې نړیوال د ایران په دغه حقیقت پوهیدو ته مجبوره کړل چی د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته ایران هیڅکله زور او د نورو ظلم ته ندې تسلیم شوی او تل هغو په وړاندې دریدلی دی . د پاکستان دغه عالم دین وویل د اکثره اسلامی او عربی هیوادونو مشران د دې په ځای چی په خپلو ملتونو تکیه وکړی ، په لویدیځ او امریکا یې تکیه کړی ده تر څو هم له امنیتی او هم اقتصادی نظره د هغو غلامان وی . لکه څرنګه چی ال سعود یوازې د خپل فاسد رژیم د ساتلو لپاره هر کال له امریکا سره د میلیارډونو ډالرو په ارزښت پوځی او تسلیحاتی معاهدې کوی . هغه اسلامی ایران پرضد د امریکا او لویدیځ راز راز دسیسو ته په اشارې سره وویل له هغه وخته چی په ایران کې اسلامی انقلاب بریالې شوی هغه پرضد ډول ډول دسیسې شوی دی . له اته کلن تپلی جنګه نیولی چی د لویدیځ او عربانو له لوری د صدام په وسیله وتپل شو چی ایران پرضد پکې له کیماوی وسلو هم استفاده وشوه ، تر د منافقینو په لاس د لوړ رتبه شخصیتونو ترور چی تراوسه هم دوام لری .
څه موده وړاندې هم په تهران کې څو ایټمی پوهان ترور شول ، اقتصادی بایکاټونه او د اته اتیایم فتنه د ایران پرضد سترې دسیسې وشوې خو ایران په خداې او خپل ملت په تکیې سره له درستو دسیسو بریالې وتلې دې . په کویټه کې د جامع عبد العزیز جومات خطیب همداراز جوته کړه هغه لویدیځ او عربی هیوادونه چی داعش پرضد د مبارزې شعار ورکوی ، دا یوه دوکه ده . داعش چی پخپله د ځینو همدغو هیوادونو د استخباراتی ادارو لخوا چی د ریاض په غونډه کې یې ګډون کړې ، جوړ شوی ، داعش څرنګه او د کومو هیوادونو په وسیله تیل حر څوی ؟یا له کومه دغه ټول لګښتونه تامینوی ؟ډاکټر عطا الرحمان جوته کړه دا چی نن لویدیځ او په سر کیې امریکا او د سیمې عربی هیوادونه ایران ته ځان نیغ نیغ کوی ، په حقیقت کې دا د ایران قدرت ښی چی د خداوند متعال او ملت له قدرته یې سرچینه اخیستلی ده ، البته امریکا ته ښه پته ده چی ایران د عربستان په شمول په هیڅ اسلامی هیواد د حملې نیت نلری خو امریکا تل هڅه کړی ده چی عربان له ایرانه ویروی تر څو له یوې خوا په مسلمانانو کې درز رامینځته کړی او له بل پلوه خپلې وسلې خرڅې کړی ، خو په ټول کې د پاکستان د دغه عالم دین په وینا د ریاض غونډې د هغو اسلامی او عربی هیوادونو د مشرانو ذلت چی پکې یې ګډون کړی وو او د ایران سر لوړی او قدرت په جوته نړیوالو ته وښوده . د پاکستان د اهل سنتو د دغه لوړ رتبه عالم څرګندونې د ختیځ د ستر فیلسوف او شاعر علامه اقبال له خوا د اردو ژبې د دغه شعر ښه مصداق دې چی فرماییلی یې دی .
تندی باد مخالف سے نه گھبرا اےعقاب
یه تو چلتی هی تجھے اونچھا اڑانے کے لۓ
ژباړه : بازه وار دې خطا نشی هیڅ له دې تندو بادونو
دا خو دی د دې لپاره کړی دې نور په الوتونو