دعراق دموصل په لودیځ کې ځینی نوره سیمې هم آزادې شوې
زمونږخبریال راپور راکړ دعراق الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک نن دموصل په لودیځ کې او دسورئې له پولو سره نزدې څوکلی او یو مهم او سټراټژیک سړک د داعشی تکفیری ترهه ګرو له سپیرومنګولو آزاد کړل .
راپور ښئ دعراق دپوځ دنهمې فرقې یوه افسر سمیر داؤد المحسن نن په یولړ څرګندونو کې وویل ، الحشد الشعبی ځواک بریالی شوی ، دموصل په لودیځ کې الوهبی ،ارفیع ، لومړی ارفیع او املیحات کلی آزاد کړی او دغه راز د العدنانیه او البعاج ترمیځ ارتباطی ستره لاره ئې هم کنټرول کړې ده .
دعراق ولسی مبارز ځواک همداراز د نینوا ولایت په لودیځ کې البعاج ولسوالۍ په ختیځ کې کوجو کلی هم چې دسورئې له پولې سره نزدې دی آزاد کړ.
په د غو علمیاتو کې ترهه ګرو ته درندې مرګ ژوبلې اړول شوی دی او دهغو یوشمیر په سترو وسلو سنبال ګاډی هم تباه کړائ شوی او پاتې تالی څټی هم په تښتې کې بریالی شوی دی .