عربستان د العوامیه خلک په ممنوعه وسلو ځپي
خبري سرچینو د عربستان په ختیځ کښې د العوامیه ښآرګي د بې دفاع خلکو د ځپنې په دوام کښې د آل سعود رژیم د پوځیانو لخوا د درنو وسلو او ممنوعه وسلو د کارولو خبر ورکړی دی.
الؤلؤ خبري سایټ نن لیکلي دي چې د العوامیه ښارګي له محاصرې د اولسو ورځو له تیریدو وروسته آل سعود رژیم د (ناپالم) نومې اوربلونکو بمونو په شمول ممنوعه وسلو سره د دغې سیمې د خلکو په کورونو برید وکړ او یوشمیر یې زخمي کړل.
نباء چینل هم رپورټ ورکړی چې عربستان د بیلجیئم د میکار شرکت د جوړو وسلو د پيرلو او کارولو سربیره د العوامیه د خلکو په ځپنه کښې د (براوننګ ایم-۲) امریکايي وسلې کاروي چې په ۱۹۸۰ کال کښې د ملګرو ملتو د موافقې له مخې د ممنوعه وسلو په لسټ کښې راغلې دي.
د عربستان د وسلو ترټولو نوی تړون هم دغه هیواد ته د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تیرې اونۍ په سفر کښې لاسلیک شو.