سوریې ملګرو ملتو ته دوه اعتراضي لیکونه ولیږل
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت پرون د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته د دوو لیکونو په لیږلو سره د خپل هیواد د ختیځ دیرالزور ولایت په ختیځه برخه کښې د امریکايي ائتلاف حملې وغندلې.
د العالم ټي وي چینل د خبر له مخې له داعش سره د تشې نامې مقابلې د امریکې ائتلاف جنګي الوتکو د دیرالزور په ختیځ کښې المیادین ښار دوه ځلې بمباري کړ چې پکښې لږترلږه ۵۰ ملکي وګړي ووژل شول.
د سوریې خارجه وزارت څرګنده کړه چې دغه حمله د سوریې په حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باندې د امریکايي ائتلاف د هغو غیرقانوني بریدونو په دوام کښې شوې ده چې له ترهګرو سره د مبارزې په پلمه بڼه نیسي.
د سوریې خارجه وزارت دې ټکي ته په اشارې سره چې دغو بریدونو په هیواد کښې د کړکیچ او خرابۍ له پراخیدو پرته بله نتیجه نه ده لرلې، ټینګار وکړ: په سوریه کښې د امریکايي ائتلاف د هوايي حملو بندیدل او له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله د امنیت شورا د پریکړه لیکونو اجرا یوه ضروري چاره ده.