دملګروملتو مرموزی چپتیا صهونیسټ رژیم لاسپین سترګی کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i48704-دملګروملتو_مرموزی_چپتیا_صهونیسټ_رژیم_لاسپین_سترګی_کړی_دی
ملګری ملتونه دې دفلسطین دمظلوموخلکو په وژلو کې دصهونیسټ رژیم دجنایتونو په وړاندې چپتیا ختمه کړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2017 10:11 Asia/Kabul
  • دملګروملتو مرموزی چپتیا  صهونیسټ رژیم لاسپین سترګی کړی دی

ملګری ملتونه دې دفلسطین دمظلوموخلکو په وژلو کې دصهونیسټ رژیم دجنایتونو په وړاندې چپتیا ختمه کړی

ایرناخبری آژانس راپورورکړی د هندوستان د سترې محکمې یوه لوړپوړی وکیل  پروفیسر بهیم سینګ   په نوی ډیلی کې  له فلسطینیو  بندیانو سره دپیوستون په غونډې کې  زیاته کړې،   دملګروملتو  اودبشری حقوقو دموسسو د چپتیا دوام   دفلسطنی د بې دفاع   اومظلومو خلکو  په ضد دصهونیسټ وحشی ډوله رژیم  دجنایتونو اونیواک د دوام  لامل شوی دی .

 سینګ  دایران اسلامی جمهوریت  دفلسطین دمظلوم ولس یو اصلی ملاتړی وباله او روښآنه ئې کړه ،دملګروملتو په پریکړه لیکونو عمل دفلسطین دمشکل دحل لپاره  خورا غوره لاره ده او وحشی صهونیسټی رژیم  باید  له نیواکه مخکې پولو ته وګرځی  څو د سولې امکان برابر شی .

 هغه  داردن سین په لویدیځی غاړې ې  دصهونیسټ میشته ښارګوټو  جوړیدا  په مینځنی ختیځ کې  د سولې یو اصلی خنډ  وباله او وې ویل ،   صهونیسټ رژیم باید  دښآرګوټو د  جوړیدا  دختمولو په باب  دامنیت شورا  د ۲۰۱۶کال پریکړه لیک ته پابنده ووسی .

 دفلسطین د رسمی  احصایو دمرکز د  اعلان په اساس ،  دصهونیسټ رژیم په بندونو کې تر دې دمه  کابو شپږزره  پنځه سوه فلسطنیان  بندیان دی چې  دریمه برخه ئې ماشومان دی .