د مینځنی ختیځ پېښو ته یوه کتنه ۶-۳-۹۶
ګرانو او قدرمنو دوستانو له مینې او خلوص نه د ډکو سلامونو په وړاندې کولو سره په تېره هفته کښې د فلسطین، بحرېن او سعودی په شمول د مینځنی ختیځ د سیمې ډېرو مهمو واقعاتو ته یوه کتنه کوو.
د فلسطین بدلونونه په تېره هفته کښې نیواکی زمکو ته د ډونلډ ټرمپ د سفر تر تاثیر لاندې وو چې دغه سفر د امریکې په بهرنی سیاست کښې د صهیونېسټ رژیم د خاص مقام ښودنه کوی.په دغه سفر کښې له اسرائیلو څخه د امریکې د هر اړخیز ملاتړ په اعلانولو باندې د ټرمپ تاکید د صهیونېسټ رژیم په اړه د امریکائی چارواکو د همېشنیو ارادتونو د وسیلې بیانونکے دے. د دا ډول ملاتړونو د خپلو جنایتونو او پراختیا غوښتنو د سختولو په زمینه کښې د صهیونېسټ رژیم چارواکی لا زیات سپین سترګی کړی دی.
په داسې حالاتو کښې د صهیونېسټ رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو له نیواکی فلسطین څخه د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له کتنې وروسته اسرائیلو ته د امریکې د پینځه اویا میلین ډالرو اضافی فوځی مرستو خبر ورکړ.دغه مرستې د اسرائیلو له توغنده ای پروګرام سره له کلنیو مرستو نه علاوه بیلې کړې شوی دی. د صهیونېسټ رژیم وزیراعظم د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ وویل امریکې په مینځنی ختیځ کښې د اسرائیلو د فوځی کیفیت د برترۍ وعده ورکړې ده. په دې چوکاټ کښې د امریکې پخوانی ولسمشر باراک اوباما او نتانیاهو د تېر 2016 کال په ستمبر کښې موافقه وکړه چې له 2018 کال نه تر 2028کاله پورې دورې لپاره به د امریکې فوځی مشارکت اته دېرش میلیارډ ډالره زیات کړی، په داسې حال کښې چې دغه مشارک له 2008 کال نه تر 2018 کال پورې دوره کښې دېرش میلیارډ ډالره ؤ. د سپینې ماڼۍ د وېنا له مخې درې دېرش میلیارډ ډالره د اسرائیلو د فوځی سامانونو د اخېستو د مالی مرستې لپاره او پینځه میلیارډ ډالره هم د دغه رژیم د توغنده ای سېسټمونو د مالی مرستو لپاره وی او دغه ټولې موافقې د ډونلډ ټرمپ د تائید وړ هم دی. له صهیونېسټ رژیم څخه د امریکې هر اړخیز ملاتړونه په داسې حال کښې دی چې دغه رژیم د فلسطینی هېواد له جوړېدو سره د مخالفت په اړه خپل پراختیا غوښتونکی سیاستونه لا زیات سخت کړی دی او په ګستاخۍ سره یې د فلسطینی هېواد له جوړولو سره د مخالفت په دوام باندې تاکید لرلے دے او د قدس په پائېتختۍ سره د یهودی هېواد د جوړولو لپاره هلې ځلې کوی. دا په داسې حال کښې دی چې صهیونېسټ رژیم د خپلو ځپونکو سیاستونو د سختولو په چوکاټ او د امریکې د ملاتړونو په سیوری کښې د فلسطینیانو د اسیرولو په لا سختولو سره د فلسطینی اسیرانو لپاره حالات لا سخت کړی دی چې پراخه نړیواله اندېښنه یې په ځان پسې لرلې ده. دا په داسې حال کښې دی چې ډونلډ ټرمپ نیواکی فلسطین ته د خپل سفر او له اسرائیلی چارواکو سره د کتنې په دوران کښې د اسرائیلو په جنایتونو او جرائمو باندې د برغولی د اېښودو په لړ کښې نه یوازې د فلسطینی اسیرانو د حالاتو سختېدو ته څه اشاره ونکړه بلکه د فلسطین د خلقو د مقاومت په ترهه ګر بللو سره یې د فلسطین د مقاومت په اودرولو او د دغه مقاومت د خاموشه کولو لپاره له اسرائیلو سره د امریکې په مرستو باندې تاکید وکړ. په دې چوکاټ کښې امریکائی چارواکو د صهیونېسټ رژیم د ځپونکی توان له مضبوطولو سره سره د یو لړ لارو چارو په غوره کولو سره غاړه اېښودو ته د فلسطینیانو د مجبورولو او په کلی توګه په سیمه کښې د هر ډول مقاومت د ختمولو کوشش کوی. په داسې حالاتو کښې ډونلډ ټرمپ په مینځنی ختیځ کښې د سازباز د چلند موضوع تعقیبوی، هغه چلند چې مقصد یې په بشپړه توګه د فلسطینیانو د حقوقو ضائع کول دی. سیاسی شناندی په دې باوری دی چې ډونلډ ټرمپ غواړی په سیمه کښې د عربو واکمنانو په ملګرتیا او په مینځنی ختیځ کښې د سازباز د چلند په نوی قالب کښې په نویو سیاسی او ډېپلومېټکو تحرکاتو سره د فلسطین غاصبانو ته یوه نوې موقع په لاس ورکړی چې په فلسطینی زمکو کښې د یو نژاد پرسته او تندلاری حکومت د جوړولو لپاره خپله منصوبه مکمله کړی.
د ډونلډ ټرمپ پالېسۍ له فلسطینیانو سره د امریکې د دښمنۍ ژوروالے په ډاګه کړے دے او دغې موضوع د فلسطینیانو قهر راپارولے دے او له دې امله د فلسطین نیواکی زمکو ته د ټرمپ له سفر سره په یو وخت دغه سیمه د امریکې په خلاف د اعتراضاتو ډګر جوړ شو چې دغې موضوع له امریکې څخه د فلسطینیانو د کرکې د سیمې د ملتونو په نزد د امریکې د نفرت د ژورتیا موضوع لا په ډاګه کړه.
یوه بله موضوع چې په تېره هفته کښې یې په مینځنی ختیځ سیمه کښې بدلونونه او واقعات تر تاثیر لاندې راوستل په سعودی کښې د ټرمپ غرضی سلا مشورې وې چې په سیمه کښې یې د امریکې په سازشی سیاستونو کښې د آل سعود مقام ته د نړۍ د خلقو پام راوګرځوۀ. سعودی ته د ټرمپ سفر چې د ولسمشرۍ په پوسټ کښې د هغه وړومبنے بهرنےسفر ګڼل کیږی د امریکې په ماجرا لټونکی او فتنه ګر سیاست کښې د مینځنی ختیځ د مقام ښودنه کوی.د امریکې ولسمشرانو له تېره اویا کلونو نه تر اوسه پورې تل کوشش کړے دے چې د اېشیا د لویدیځ سیمې لپاره نوې منصوبې عملی کړی چې له یوې خوا په سیمه کښې د امریکې پوزیشن مضبوط کړی او له بلې خوا د اسرائیلو لپاره د روا والی سبب شی. خو دغو پرله پسې دسیسیو د هغو مقاومتونو په وجه چې د بهرنیو سلطه لټونو په وړاندې کیږی ماتې خوړلې ده.
که څه هم په وروستیو کلونو کښې د مینځنی ختیځ حالات د لویدیځو حکومتونو د مداخلو په وجه له ځینو لوړو ژورو سره مل وو او دی، خو د غور وړ ټکے دا دے چې په سیمه باندې د تسلط لپاره د خپلو عواملو په ملګرتیا د پردیو قدرتونو تحرکات هیڅکله د هغوی د خوښې نتائج نه دی حاصل کړی او په نورو الفاظو سره له نیل نه تر فراته پورې سیمه باندې د تسلط په اړه د صهیونېسټ رژیم د مشرانو د خوب لیدنو په شمول د هغوی د سلطه غوښتنې ټولې خوب لیدنې هیڅکله تعبیر شوې نه دی او له ماتې سره مخامخې شوې دی. له دې امله اټکل کېدې شی چې په سعودی او اسرائیلو کښې د ټرمپ د پروپېګنډو ننداره به هم د امریکې د نورو ولسمشرانو د پروپېګنډو د نندارې له برخلیک سره مخامخ شی. سعودی عرب ته د ټرمپ سفر د زیاتو وسلو د خرڅون د زیاتې ګټې په اړه له اقتصادی منفعت غوښتونکو مقاصدو نه علاوه یو بل مقصد هم تعقیبوی چې د یو نوی سیمه ایز امنیتی سېسټم له برابرولو او شروع کولو څخه عبارت دے. د امریکې ولسمشر د ریاض په غونډه کښې چې د پینځه پنځوس هېوادونو د چارواکو په ګډون سره جوړه شو د یو سیمه ایز امنیتی جوړښت چې د عربی نېټو په عنوان سره یادیږی له ترهه ګرۍ او د ایران له سیمه ایز نفوذ سره د مقابلې خبره وکړه چې د دغې منصوبې بنیاد د سعودی او امریکې په تاریخ کښې د وسلو د خرڅولو یو ترټولو ستره معاهده ده. د عربی نېټو په محوریت سره د نویو سیمه ایزو ترتیباتو رامنځته کول چې ټاکلې شوې ده په سیمه کښې د واشنګټن د طرحو په لړ کښې استعمال شی د سیمه ایزو تاوتریخوالو او لانجو د زیاتېدو سبب کیږی.
د فارس خلیج د سیمې د عربو هېوادونو ترمېنځ تفرقې او اختلافاتو ته په پام سره په بنیادی توګه به د داسې امنیتی ترتیباتو موثره کارکردګی شکمنه وی. په سیمه کښې د کاذبو قطب بندیو او عربی او اسلامی هېوادونو ترمېنځ د درز د رامنځته کولو لپاره کوشش د سیمې په ګټه نه دے او د سیمې د سولې او امنیت له ټینګښت سره څه مرسته نه کوی. د امریکې او سعودی سیاستونه د سیمې د امنیت خنډ دی او د هغوی تحرکات به د ترهه ګرۍ، تاوتریخوالی او د خلقو د قتل عام د زیاتېدو سبب شوی دی. په داسې حالاتو کښې د ریاض د غونډې جوړېدل د حقیقت د تحریفولو او په سیمه کښې د ترهه ګرۍ په ترویج کښې د امریکې او سعودی له کردار څخه د عامه افکارو د منحرفولو لپاره یو کوشش دے.
د مینځنی ختیځ د سیمې د امنیتی مشکلاتو بنیاد د سعودی تخریبی سیاستونه، د سیمې د حقائقو اپوټه ښودل او له دغو سیاستونو څخه د امریکې او اسرائیلو ملاتړونه دی. په داسې حالاتو کښې د ریاض د غونډې مقصد د دغې غونډې د بانیانو له تګلارې سره د عربی او اسلامی هېوادونو د ځینو سرمشرانو ملګری کول دی چې اوسنیو حقائقو ته په پام سره د سیمې هېوادونه پکار دی بېدار اوسی چې د سعودی- صهیونېسټی او امریکائی فتنې په لومه کښې ګېر نه شی.
دغه موضوع په واضحه توګه د سیمې د سیاسی او مذهبی شخصیتونو په وېناو کښې د لیدو ده. په دې اړه د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرا... دغه سفر او دغه غونډه یو لویه رسوائی وبلله ځکه چې آل سعود امریکې ته رشوت ورکړ چې له ترهه ګرۍ څخه د ملاتړ له توره دې مبرا شی. د سید حسن نصرا... لخوا په سترې رسوائی باندې د دغه سفر تعبیرول له دغه سفر څخه رامنځته شوے یو ډېر دقیق تعبیر دے. ځکه چې سعودی عرب د هغو اندېښنو د کمولو لپاره چې د بشری حقوقو، د امریکې د پخوانی حکومت د قوانینو او په کانګرېس کښې د جسټا نومې قانون د تصویبېدو د باوونو په وجه ورسره سعودی مخامخ شوے او د سعودی په اړه د امریکې د حکومت د نظر د بدلولو لپاره یې ریاض ته د ټرمپ د سفر لپاره څه د پاسه پینځه شپېته میلین ډالره ولګول او په عین حال کښې یې ټرمپ او د هغه د کورنۍ غړیو ته په دغه سفر کښې ګران بیه تحفې وړاندې کړې.
سید حسن نصرا... په دې اړه وویل چې د ریاض غونډه له ډونلډ ټرمپ څخه قدورنه وه. سعودی د داسې ولسمشر قدرونه وکړه چې د مختلفو ولسمشرانو ترمېنځ یې د اسلامی امت، مسلمانانو، عربو او حتی خپله د سعودی عربستان په اړه زیاتې بې نزاکتۍ لرلې دی. په هر حال په سیمه کښې د آل سعود خائنانه سیاستونه ختمېدونکی نه دی او اسلامی نړۍ هم هغه شان په سیمه کښې د دغه لاس پوسی او رسوا رژیم له دسیسو سره مخامخه ده.
خو د غور وړ ټکے دا دے چې په سیمه کښې د امریکې له غرضی سیاستونو سره د سعودی د ملګرتیاو او امریکې ته د سعودی د باج ورکونو باوجود به سعودی هم بالاخره په سیمه کښې د امریکې له سازشی منصوبو سره مخامخ شی. په دې زمینه کښې نیویارک ټائمز د یوې مقالې په چاپولو سره دا خبره په ډاګه کړه چې د نوی مینځنی ختیځ د منصوبې په چوکاټ کښې د سعودی تقسیم حتمی دے او ترې به د تېښتې لار نه وی. دا موضوع د دې ښودنه کوی چې له امریکې او لویدیځ سره د آل سعود د ملګرتیاو نتائج یوازې د سیمې لپاره نه دی بلکه سعودی هم له جدی خطراتو سره مخامخ دے.
یوه بله موضوع چې په تېره هفته کښې یې د سیمې خبرونه تر تاثیر لاندې راوستی دی له بحرین سره اړوند بدلونونه ، په الدراز سیمه یعنې د بحرېن د شیعه ؤ د نامتو رهبر په کور باندې په حمله او د هغه د کور په فوځی محاصره کښې د آل خلیفه رژیم اقدام ؤ. د آل خلیفه رژیم د اقدام په نتیجه کښې چې د شېخ عیسی قاسم په کور کښې نظربندی وه د بحرېن د خلقو سخت احتجاجونه او عامه افکارو غندنه په ځان پسې لرلې ده. سیاسی څارونکو د شېخ عیسی قاسم په کور باندې حمله او په کور کښې د هغه نظر بندول د ډونلډ ټرمپ او عربو واکمنانو په ګډون سره د امریکائی – عربی سازشی غونډې چې په ریاض کښې جوړه شوه وړومبنۍ نتیجه وبلله .د آل خلیفه اقدامات په بحرېن، سیمه او نړۍ کښې د عامه افکارو د اعتراضاتو له پراخې څپې سره مخامخ شوی دی. په دې زمینه کښې د ملګرو ملتو د مشر ویاند سټیفن ډوجاریک د بحرېن د خلقو له سوله ایزو مظاهرو څخه د دغې ادارې په ملاتړ باندې په تاکید سره د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې په وروستیو میاشتو کښې په دغه هېواد کښې د سیاسی فعالانو په خلاف له تشدد نه د ډکو اقداماتو په باره کښې دې تحقیق وکړی. بحرین له 2011 کال نه تر اوسه د آل خلیفه رژیم له ځپونکو سیاستونو څخه د عمومی ناراضګیو له بحران سره مخامخ دے. د بحرېن علماء د دغه هېواد د خلقو د پاڅون په لارښونه کښې زیات رول په غاړه لری او له دې امله د بحرېن زیات شمېر دینی عالمان د آل خلیفه رژیم له ځپونکو او تشددناکو سیاستونو سره مخامخ دی. د آل خلیفه رژیم چې په بحرېن کښې د احتجاجونو په اودرولو کښې کامیابی نه ده لرلې په دې باوری دے چې ولسی مشران له منځه یوسی نو احتجاجونه به ختم شی نو ځکه د شېخ عیسی قاسم له منځته وړل چې د بحرېن د اکثریت خلقو معنوی پلار دے د آل خلیفه رژیم په اېجنډا کښې شتون لرلے دے.
په دې چوکاټ کښې د بحرېن حکومت وړومبې د 2016 کال په جون کښې د هغه څه په وجه چې د دغه هېواد د ملی امنیت کمزوری کول یې وبلل د شېخ عیسی قاسم تابعیت ختم کړ. البته له دغه نامتوبحرینی دینی عالم سره د آل خلیفه دغه ټول تریخجن چلند په دې سره ختم نه شو بلکه آل خلیفه رژیم په دوام کښې د شېخ عیسی قاسم د بشپړه لرې کولو لپاره د بې بنیادو تورونو په لګولو سره هغه د پېسو په پاکولو، دبهرنیو ګټو په خدمت او په بحرېن کښې د تاوتریخوالو او فرقه ایزو اختلافاتو په پراختیا تورن کړ.
آل خلیفه رژیم څو ورځې مخکې شېخ عیسی قاسم په یو کال قېد او د اموالو په مصادره کولو محکوم کړ او د ولسی احتجاجونو څپه یې راوپاروله. د بحرېن بدلونونه د آمریکې او سعودی په شپن څراغ سره د آل خلیفه له نه سنجول شویو او تشددناکو اقداماتو له دوامه وروسته د دغه هېواد د سیاسی حالاتو د کړکېچنېدو ښودنه کوی. د آل خلیفه رژیم د خلقو د برحقو غوښتنو په ځپلو سره بحرېن د بشری حقوقو د پراخې خلاف ورزۍ لپاره په یو مرکز بدل کړے دے او دغه رژیم په نړیوال ډګر کښې د یو ویرونکی او ځپونکی رژیم په توګه پېژندل کیږی او د آل خلیفه رژیم د ځپنو په اړه مخ په زیاتېدو نړیوال ردعملونه د داسې یو حقیقت تائیدونکی دی.
آل خلیفه د شېخ عیسی قاسم د محاکمې له نتائجو څخه په صحیح شننه کښې د ناتوانۍ په خاطر تل په دې زمینه کښې د خلقو له پراخو احتجاجونو سره مخامخ ؤ او دے او دا اقدام په بحرېن کښې د ولسی ارادې په وړاندې د آل خلیفه رژیم د بې وسۍ او ماتې او د دغه هېواد د پاڅون د مشرانو د پائېدارۍ ښودنه کوی. په وروستیو څو ورځو کښې د بحرېن د مختلفو سیمو خلقو د دغه هېواد د خلقو د انقلاب له معنوی پلار څخه په ملاتړ کښې هم هغه شان په سړکونو کښې شتون لرلے دے.
په ډګرکښې د بحرېن د خلقو حماسی او پراخه شتون او له شېخ عیسی قاسم څخه په ملاتړ کښې غونډېدلو د بحرېن د خلقو په انقلاب کښې د دغه تاثیر کوونکی دینی عالم په وړاندې له آل خلیفه رژیم څخه د فېصلې کولو قوت اخېستے دے. همدغه شتون آل خلیفه ته خبردارے ورکونکے پېغام لری چې په شېخ عیسی قاسم باندې په لا زیات تیری کښې د دغه رژیم هر ګام به د بحرېن د حالت د لا زیات بحرانی کېدو او د آل خلیفه رژیم لپاره د هغو د خطراتو د رامنځته کېدو په معنا وی.
-----------