امریکايي ائتلاف په سوریه کښې پنځه ملکیان وژلي دي
د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو د سوریې د شمال الرقه ولایت په ختیځه برخه کښې السویدیه سیمه په نښه کړه چې له امله یې د سوریې ۱۵ ښاریز مړه او ژوبل شول.
مهر خبري آژانس لیکلي دي چې د سوري رسنیو په وینا، د داعش ضده امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو د الرقه په ختیځ کښې د معدان ښار د ختیځ السویدیه سیمه بمباري کړه چې له امله یې پنځه ملکيان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي.
له سوریې بل خبر دا چې د دغه هیواد خبري سرچینو د ختیځ ولایت دیرالزور په اطرافو کښې د سوري پوځ او داعشي ترهګرو ترمینځ د سختو نښتو او پکښې د یولسو داعشیانو د هلاکت خبر ورکړی دی.
د سوریې پوځی ځواکونو همداشان له پرون څخه د ختیځې غوطه په مینځ کښې د حوش الصالحیه ښارګي د ازادولو لپاره پوځي عملیات پيل کړي دي.
د سوریې پوځ همداشان د حلب ولایت په ختیځه برخه کښې د مسکنة ښار په شمال کښې الوضحة او الحایط ښارګي له ترهګرو آزاد کړي دي.