د وهابیت په دودولو او پراختیا کښې د عربستان ځانګړی رول
د یمن د انصارالله غورځنګ مشر،عبدالملک الحوثی وویل:هغه هیواد چې اوس د وهابیت هدایت په لاس کښې لری او په بیلابیلو هیوادونو کښې یې خپروی،سعودی عربستان دی.
د وهابیت تفکر چې د نړۍ بیلابیلو سیمو ته د ترهګرۍ صادرونکی دی،په افغانستان،پاکستان،لویدیځې آسیا هیوادونو او همدغه راز په بیلابیلو آروپائی ښارونو کښې د ناامنی ریښه ده.
د یمن د انصارالله غورځنګ مشر بیګا د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په خپله وینا کښې ټینګار وکړ:د عربستان او آمریکا تر مینځ کلکه اړیکه شته چې ریاض ته د آمریکا د اولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر د دغو اړیکو ښودنه کوی.
عربستانی چارواکو په داسې حال کښې له آمریکایانو سره یوځای له ترهګرۍ سره د مبارزې ادعاګانې کړی چې پر عربستان واکمن رژیم په نړۍ کښې د ترهګرۍ د تفکراتو یو ترټولو ستر روزونکی او ملاتړی دی.د عربستان دننه او بهر د دغه هیواد د رژیم فعالیتونو ته کتنه د دې ښودنه کوی د سیمې او نړۍ اکثره ترهګر سعودی اصالت لری او یا د عربستان د وهابی ګروهنو تر اغیز لاندې ګرځیدلی دی او آل سعود ورسره مالی او وسله ایزې مرستې کوی.دا په داسې حال کښې دی چې واشنګټن هم له ریاض سره د ملګرتیا په خاطر او د خپلو ګټه غواړو سیاستونو په چوکاټ کښې او همدغه راز د خپلو فتنه پالو موخو په لړ کښې د ترهګرو ډلګیو له خوځښتونو په استفادې سره په ترهګرو حملو کښې د عربستان پر رول د برغولی کیښودلو لټه کوی.
دا په داسې حال کښې دی چې د زیاترو تکفیری او ترهګرو ډلګیو فکری زیږنځای د دین په اړه د وهابیت په غړیدلیو او افراط پالو ګروهنو کښې جرړه لری.دغو انحرافی عقایدو په سیمه او نړۍ کښې د آل سعود د فتنه پالو او لاسوهونکو اقداماتو او ترهګرو فعالیتونو په بڼه نیولو کښې رول درلودلای دی.په اسلامی نړۍ کښې د مذهبی او فرقه ایزو نښتو دودول او د ترهې څپې رامینځته کول،د اسلامی هیوادونو ترمینځ د درز د رامینځته کولو په لړ کښې د ترهګرو ډلګیو جوړول د وهابیت فتنې اصلی انګیزه ده.
وهابی افراطیان د تکفیرولو په مټ د کورنی جنګ د برابرولو لپاره پر هڅو سربیره له درستو اسلامی مذهبونو او فرقو سره مبارزې ته مخه کوی او له خپلو غړیدلیو تفکراتو پرته نورې ټولې فرقې باطلې او حتی کافرې بولی.هغه څه چې مسلم دی دا دی چې د وهابیت تفکر د رامینځته کیدا راهیسې دغه غړیدلی عقیده چې په اسلامی نړۍ کښې د مشکلاتو اصلی لامل پاته شوی د دغه تفکر بنسټګراونو او دودونکو ته ټول پام اړولی چې زیږنځای یې عربستان دی.
په حقیقت کښې ښکیلاکګرو دغه وهابیت د اسلام د مبین دین د بدنامولو لپاره جوړ کړی دی.استعمارګرو خپلې ټولې هڅې وکارولې چې د هغه ریښتونی اسلام پر ځای وحشی ترهګر وهابیت راولی چې د بشریت لپاره د سولې،انسانیت او نیکی پیغام لری.په نړیواله کچه د ناامنی،افراط پالنې او تاؤتریخوالی زیاتیدا د آمریکا د ملاتړونو په سیوری کښې د وهابیت تفکر په دودلو کښې د سعودیانو د سیاست نتیجه ده. د وهابی تفکراتو زیږنده یعنی د داعش په څیر ترهګرې او تکفیری ډلګۍ د ځان لپاره هیڅ پولې او حد ته قایل نه دی او بیلابیل آروپائی،آسیائی،آفریقائی او حتی آمریکائی ښارونه ګواښی.
په حقیقت کښې وهابیان د ځان لپاره کومې پولې ته قایل نه دی او په دې ډول د دغو غړیدلیو عقیدو پایلې د هغو د بنسټګرو او ملاتړو لمنو ته هم غځیدلی دی.د ترهګرو او تکفیری ډلګیو په جوړولو او د داسې منحرفو تاوتریخجنو بهیرونو په خپرولو او تغذیه کولو کښې د عربستان رول یو داسې واقعیت دی چې لویدیځو دولتونو په تیره بیا آمریکا چې په خپله هم په نړیوال ډګر کښې د ترهګرۍ ملاتړی او بنسټګر ګڼل کیږی پرې اعتراف کړی دی.اوس پر هیچا دا خبره پټه پاته نه ده چې سعودی رژیم د وهابیت تفکر د زیږنځای او له افغانستانه نیولی تر آمریکا پورې د نړۍ بیلابیلو سیمو ته د ترهګرو د صادرونکی په توګه اساسی رول لوبولی او په سوریې،عراق،یمن،آمریکا او آروپائی هیوادونو کښې د په سلګونو سعودی ترهګرو نیول همدغه خبره تاییدوی.