دفارس خلیج دملګرتیاشوراهیوادونه له اسلامی ایران سره د خبرواترو غوښتونکی دی
زمونږ خبریال راپور راکړ دکویت خارجه وزیر شیخ صباح خالد الصباح بیګا په نیویارک کې په امنیت شورا کې د کویت دغړیتوب له تائیدیدو وروسته وویل دفارس خلیج دملګرتیا شورا غړی هیوادونه دنړیوالو قوانینو په اساس دایران له اسلامی جمهوریت سره دخبرواترو لپاره دښو شرائطو اوفضا غوښتنه کوی څو درست اختلافی موضوعګانې وسپړل او بحث پرې وشی .
له دې مخکې هم عمان اوقطر هیوادونو مشرانو له اسلامی ایران سره د ګډو سیاسی سلامشورو دترسره کولو پر اهمیّت ټینګار کړی دی .
دایران اسلامی جمهوریت تل په سیمې کې حاکمیّت ته داحترام ،خبرواترو او دښه ګاونډیتوب پر اصل ټینګار کړی او له ټولو ګاونډیانو سره ئې دمتوازن، متناسب اومنطقی اړیکو درلودلو ته خپله دلچسپی ښودلې ده .
ایران باوری دی ، دسیمې دهیوادونو دملګرتیا او رغنده تعامل د فضا دپیاوړتیا لپاره لومړنی ګام ، په سیمې کې دایران ثبات بخښونکی او اغیزمن رول دنه انکاریدونکی واقعیّت په باب دتورونو اوکرغیړنو او چټی ادعاګانو څخه لاس په سر کیدا ده .
عربستان ،کویت، امارات،قطر ، بحرین اوعمان شپږ هیوادونه دفارس خلیج دملګرتیا شورا غړی هیوادونه دی .
دملګروملتو عمومی اسمبلۍ پرون کویت او دغه راز ساحل عاج ، استوائی ګینه ، پیرؤ اوپولینډڅلور هیوادونه د دغې موسسې دامنیت شورا غیر دایمی غړی ټاکلی دی .