آل سعودرژیم د ډونالډ ټرمپ سلاکارانو ته څومیلیون ډالری رشوتونه ورکړی
سی این این ټیلیویژنی چینل راپورورکړ دعربستان آل سعود رژیم چارواکو عربستان ته دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ له سفره څو اونۍ مخکې په امریکا کې درې شرکتونه یالابۍ دبډورشوتو لپاره اجاره کړې دی .
په دغه راپور کې راغلی دی ، د ډونالډ ټرمپ سلاکارن د دغو شرکتونو غړی دی . او سعودیانو دډونالډ ټرمپ له ټاکل کیدو وروسته په امریکا کې دلابۍ شپږ شرکتونه په دغه هیواد کې دخپلولابیو په لیسټ کې ورزیات کړی دی . په دغو شرکتونو کې په آریزونا ایالت کې سونران ډله ده چې آل سعود رژیم شهزادګانو ورته پنځه میلیون څلورلکه ډالر ورکړی او دغه ډله ئې په تجارتی چاروکې په کرائې اجاره کړې وه . همداراز نورو رسنیو هم ایشوا کړې د ریاض واشنګټن ترمینځ د یوسل لس میلیارډ ډالری ارزښت د وسلو په معاملې کې دامریکا دولسمشر زوم جارډ کوشنتر واسطه شوی دی .