امریکا په یمن د تیری ګرو په سر کې ده
د یمن د انصار ا...غورځنګ مشر عبد الملک بدر الدین الحوثی په دې په ټینګار سره چی امریکا په یمن د تیری ګرو په سر کې ده وویل دا تیری ګر د امریکا متحدان دی او عربستان او امارات دغه تیرې اجرا کوی .
بدرالدین حوثی په صنعا کې په خپلې وینا کې د دې خبرې په کولو سره چی تیری ګرو د یمن په درستو ولایتونو کې جنایتونه کړی دی ، له تیری ګرو سره د درستو یمنی ډلو د مقابلې په ضرورت ټینګار وکړ .
ده همداراز وویل تیر ګرو هڅه کړی ده له هغو مشکلاتو چی په یمن کې یې رامینځته کړی دی ، ناوړه استفاده وکړی خو هیڅکله به بریالی نشی .
د یمن د انصار ا... غورځنګ مشر له یمن د نیواکګرانو په وتلو ټینګا وکړ اړ ویې ویل چی ګوډاګیان په راتلونکی کې په یمن کې کوم ځای نلری .
ده همداراز دې ته په اشارې سره چی صیهونیسټ رژیم او ال سعود په یمن په تیری کې ګډې ګټې لری زیاته کړه ملګری ملتونه هم د تیری ګرو په څنګ کې ولاړ دی .