د کویت امیر نن ریاض ته سفر کوی .
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49248-د_کویت_امیر_نن_ریاض_ته_سفر_کوی_.
زمونږخبریال وایی له قطر سره د څو عربو هیوادونو له کړکیچ وروسته دکویت امیر نن سعودی عربستان ته ورځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2017 02:00 Asia/Kabul
  • دفارس خلیج د څنډې د عربو هیوادونو اکثره حکومتونه دیکتاتور دي او هلته هیڅ انتخابات نه کیږي .
    دفارس خلیج د څنډې د عربو هیوادونو اکثره حکومتونه دیکتاتور دي او هلته هیڅ انتخابات نه کیږي .

زمونږخبریال وایی له قطر سره د څو عربو هیوادونو له کړکیچ وروسته دکویت امیر نن سعودی عربستان ته ورځی .

دکویت امیر  صباح الاحمد الجابر الصباح ریاض ته په سفر کښې چې له قطر سره دسعودی عربستان په مشرۍ د سیمې د څو عربو هیوادونو ترمینځ د رامینځته شویو تاوتریخوالیو د کمولو په هدف سره ترسره کیږی د عربستان له باچا سلمان سره کتنه او خبرې کوی .

دکویت امیر پرون دغه راز د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثانی سره ټیلی فونی خبرې کړی وې او دفارس خلیج د ملګرتیا د شورا دغړیو هیوادونو په اړیکو کښې دتاوتریخوالی د کمیدا غوښتنه یې کړی وه .

داردن باچا دوهم(۲) عبدالله هم نن کویت ته ورځی چې ددغه هیواد له امیر صباح الاحمد جابر الصباح سره کتنه وکړی او دسیمې داوسنیو بدلونونو په اړه ورسره خبرې وکړی .

عمان او کویت دفارس خلیج دوه(۲) هیوادونه دی چې دعربستان لد اقدام ملاتړ یې  نه دی او له قطر سره یې خپلې اړیکې ساتلی دی .

دغه راز دعمان خارجه وزیر علوی هم پرون کویت ته رسیدلی دی .

دفارس خلیج د څنډې د عربو هیوادونو اکثره حکومتونه دیکتاتور دی او هلته هیڅ انتخابات نه کیږی او خلک هیڅ دبیان  ازادۍ نلری .