د کویت امیر نن ریاض ته سفر کوی .
-
دفارس خلیج د څنډې د عربو هیوادونو اکثره حکومتونه دیکتاتور دي او هلته هیڅ انتخابات نه کیږي .
زمونږخبریال وایی له قطر سره د څو عربو هیوادونو له کړکیچ وروسته دکویت امیر نن سعودی عربستان ته ورځی .
دکویت امیر صباح الاحمد الجابر الصباح ریاض ته په سفر کښې چې له قطر سره دسعودی عربستان په مشرۍ د سیمې د څو عربو هیوادونو ترمینځ د رامینځته شویو تاوتریخوالیو د کمولو په هدف سره ترسره کیږی د عربستان له باچا سلمان سره کتنه او خبرې کوی .
دکویت امیر پرون دغه راز د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثانی سره ټیلی فونی خبرې کړی وې او دفارس خلیج د ملګرتیا د شورا دغړیو هیوادونو په اړیکو کښې دتاوتریخوالی د کمیدا غوښتنه یې کړی وه .
داردن باچا دوهم(۲) عبدالله هم نن کویت ته ورځی چې ددغه هیواد له امیر صباح الاحمد جابر الصباح سره کتنه وکړی او دسیمې داوسنیو بدلونونو په اړه ورسره خبرې وکړی .
عمان او کویت دفارس خلیج دوه(۲) هیوادونه دی چې دعربستان لد اقدام ملاتړ یې نه دی او له قطر سره یې خپلې اړیکې ساتلی دی .
دغه راز دعمان خارجه وزیر علوی هم پرون کویت ته رسیدلی دی .
دفارس خلیج د څنډې د عربو هیوادونو اکثره حکومتونه دیکتاتور دی او هلته هیڅ انتخابات نه کیږی او خلک هیڅ دبیان ازادۍ نلری .