په سورئې کې د ایران اوروسیې ملګرتیاؤ سیاسی معادلات بدل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49308-په_سورئې_کې_د_ایران_اوروسیې_ملګرتیاؤ_سیاسی_معادلات_بدل_کړل
دایران داملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی د اووّرایشیا د ایران د مطالعاتو موسسې له مسئولانو سره په خبرو کې چې نن خپرې شوی ، د تهران ماسکو د سټراټژیکو ملګرتیاؤ په باب وویل ، د ایران او روسیې ملګرتیاوې په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې په خاطر دګډې سټراټژۍ دملګرتیاؤ په چوکاټ کې ترسره کیږی او لوری په دې زمینې کې یو شان ګټې لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2017 11:43 Asia/Kabul
  • په سورئې کې د ایران اوروسیې ملګرتیاؤ سیاسی معادلات بدل  کړل

دایران داملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی د اووّرایشیا د ایران د مطالعاتو موسسې له مسئولانو سره په خبرو کې چې نن خپرې شوی ، د تهران ماسکو د سټراټژیکو ملګرتیاؤ په باب وویل ، د ایران او روسیې ملګرتیاوې په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې په خاطر دګډې سټراټژۍ دملګرتیاؤ په چوکاټ کې ترسره کیږی او لوری په دې زمینې کې یو شان ګټې لری .

 شمخانی د دې خبرې په  کولو سره چې  له رامینځةشویو   فرصت او وړتیاؤ څخه  په استفادې سره دسیمې او نړۍ  دامنیت دتامینولو  په خاطر دیوه  اغیزمن سیمه ایز ائیتلاف کتونکی کیدلی شو ،روښانه کړه ؛دسورئې په ډګر کې   د ایران ،روسیې ،سورئې ،عراق اودلبنان دحزب ا.... ترمینځ ائیتلاف توانیدلی سیاسی معادلات  بدل کړی  اوترهه ګر  له کلونو وروسته  په شاکړی او دسورئې حلب په څیر مهمې سیمې هم   آزادې کړی .

 دایران د ملی امنیت دلوړې شورا منشی  زیاته کړې ،  دایران ،روسیې  ،سورئې ،عراق او  حزب ا...  دائیتلاف ساتل په سټراټیژیکو او امنیتی  معادلاتو کې  بدلونونو ته په پام سره   ضروری دی  اوحتی  که   پوځی اقدام ته هم ضرورت  وجود ونه لری ، خو له فکری پلوه هم دغه ائیتلاف  ډیر مهم دی .