د عربو هېوادونو ترمېنځ د اختلافاتو نوې څپه
بالاخره د عربو هېوادونو ترمېنځ د اختلافاتو د سختېدو او د دغو اختلافاتو د اړخونو په اړه د مختلفو اټکلونو په باره کښې په وروستیو هفتو کښې په رسنیو کښې د خبرونو له خپرېدو وروسته په دې اړه نوی خپارۀ شوی خبرونه د دغو اختلافاتو د جدی والی ښودنه کوی.
د اختلافاتو زیاتېدل له قطر سره د څلورو عربو هېوادونو د تعلقات د پرې کېدو سبب شوی دی چې دا موضوع په عربو هېوادونو په تېره بیا د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا په غړیو هېوادونو کښې د تعلقاتو د درزونو د ژورتیا او د خړپړتیا د زیاتېدو ښودنه کوی.
په دې چوکاټ کښې بحرېن، سعودی، اماراتو او مصر وړومه ورځ سهار اعلان وکړ چې له قطر سره یې تعلقات پرې کړی دی. د ویلو ده چې سعودی ته د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سفره او د واشنګټن او ریاض ترمېنځ د وسلو د معاهدې له لاسلیکېدو او همدارنګ د ریاض په غونډه کښې د ټرمپ له غرضی او فتنه اچونکې وېنا وروسته د قطر او سعودی او نورو عربو هېوادونو اختلافات په ډاګه شول. د عربو هېوادونو ترمېنځ نوې صف بندۍ د هغوی ترمېنځ د مقابلو د زیاتېدو ښودنه کوی.د ریاض او دوحې ترمېنځ تاوتریخوالے هغه وخت رامنځته شو چې د قطر امیر شېخ تمیم بن حمد آل ثانی له ایران سره د عربو هېوادونو اختلافاتو ته د لمن په وهلو کښې د سعودی په اقداماتو په نیوکو خوله وازه کړه. د قطر امیر همدارنګ د وسلو د اخېستو لپاره د ډېرو زیاتو لګښتونو په بیلولو کښې د سعودی په اقدام سخته نیوکه کړې وه. په دې مېنځومان کښې د امریکې په شین څراغ سره په قطر کښې د اقتدار د ځاے پرځاےکولو د منصوبې په اړه هم یو لړ مطالب خپارۀ شول چې دا موضوع د سعودی له دسیسه ناکو سیاستونو څخه د قطر د چارواکو د ناراضګۍ سبب شوه.
دغه موضوع له قطر سره د سعودی د حکومت د دښمنۍ مخینو او له سعودی حکومت سره د قطر د یوځاے کېدو په اړه وروستی هدف ته په پام سره د قطر حکومت سخت اندېښمن کړے دے. له دې امله د قطر امیر د ریاض له غونډې څخه له ستنېدو وروسته د دغه هېواد فوځیانو ته د نشانونو د ورکولو په مراسمو کښې د ریاض د غونډې د دریځونو په اړه خپله ناراضګی څرګنده کړه او وې ویل چې حماس او حزب ا... دوه مقاومتی ځواکونه دی چې له دښمن سره د جنګ په حال کښې دی او د ایران اسلامی جمهوریت هم په سیمه کښې یو اسلامی قوت ګڼل کیږی او له دغه ظرفیت څخه پکار دی د سیمې ټول هېوادونه ګټه پورته کړی چې دا موضوع له سعودی سره په مقابله کښې د قطر د سیاسی او سفارتی تحرکاتو ښودنه کوی. د ویلو ده چې قطر او سعودی تل په خپلو کښې سره اختلاف لرلے دے. د دغو اختلافاتو ځینې ریښې د قطر د واکمنانو د نجدی والی او د سعودی د واکمنانو د حجازی والی له موضوعیت سره قبیله ای او طائفه ای اختلافاتو ته ګرځی. د سعودی او قطر ترمېنځ د اختلافاتو یو بل عامل په عربی نړۍ کښې له مختلفو او په عېن حال کښې له سیالو فکری عقائدو څخه په ملاتړ کښې د هغوی ګروهنو ته ګرځی. سعودی د وهابیت په نظریې او البته د وهابیت په پراختیا کښې د پېسو په خورولو سره کړې شوی دی په اسلامی نړۍ کښې د ځان لپاره یو ظرفیت رامنځته کړی. قطر یې هم په مقابل کښې له اخوان المسلمین سره په نزدې کېدو سره کوشش کوی د دغه بهیر له ظرفیت څخه چې په زیاترو اسلامی هېوادونو کښې نفوذ لری، د ځان لپاره یو ډول د نفوذ سیمه تعریف کړی.
هغه څه چې اوس روان دی د یو نوی بحران نښې نښانط دی چې امریکه او سعودی یې د پردې شا ته شتون لری. په هر حال له هغو عملونو او ردعملونو نه وراخوا چې د قطر په مقابل کښې په عربی صف بندیو کښې رامنځته شول، په دې حقیقت سترګې نه شوو پټولې چې سعودی ریاض ته د ټرمپ د سفر او له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ باندې د ایران د تورنولو او په سیمه کښې د ناقرارۍ د رامنځته کولو له مخې یو نوے حساب خلاص کړے ؤ. دا په داسې حال کښې دی چې له ایران سره په نزدېکت او د سعودی او ځینو نورو عربو حکومتونو لخوا له ایران څخه د ویرونې په سیاستونو باندې په نیوکه کښې د قطر د چارواکو څرګندونې د ریاض د عربی او اسلامی غونډې په اړه د سعودی د ادعا د لاسته راوړنو تر تاثیر لاندې د راتلو ښودنه کوی.
د فارس خلیج د سیمې د عربو هېوادونو ترمېنځ داختلافاتو په باره کښې د غور وړ بل ټکے دا دے چې د دې باوجود چې د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا د غړیو سیاسی نظام یو شان دے خو له دغو څخه د ځینو هېوادونو سیاسی موقفونه د شورا له نورو غړیو سره فرق کوی. همدغه مختلفې دریځ نیونې او موقفونه د دې سبب شوی دی چې د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا غړی او په لا زیات پراخه اړخ کښې د عربو اتحادیې غړی د سیمې د بدلونونو په اړه د یو ګډ سیاست غوره کول چې د هغوی د لا زیات تقویت او پېوستون سبب شی ناکامه پاتې شی. د خپلو نه سنجول شویو سیاستونو د مسلط کولو لپاره د عربو هېوادونو ترمېنځ د سعودی له انحصار پالو او غرضی اقداماتو سره مل داسې یو چلند د عربو هېوادونو ترمېنځ د ملګرتیاو د چلند په دړې وړې کېدو تمام شوے دے.
----------